څنګه ژوند بدلولی شو؟

حضرت ولي (جلالي)
شاهین چې 40 کلن شي نو بیا یې مښوکه او پنجې له کاره وغورځي او ښکار پرې نشي کولای . دغه وخت شاهین باید د بل له لاسه ښکار شوی شی وخوري یا خپل ځان بدل کړي.
خو شاهین دا نه خوښوي چې د بل چا په تمه کیني.
شاهین د ژوند بدلولو لپاره لرې غرونو ته ځي، هلته خپله مښوکه له تیږو سره وهي وهي تکلیفونه زغمي، وینې ترې روانې وي، خپله مښوکه قصدا ماته کړي.
له شپږو میاشتو وروسته یې نوې مښوکه راوخیږي، بیا په مښوکه زړې بڼي باسي او پنجې هم په خپله مښوکه شکوي، شاهین بېرته ځوان شي او د ځوانېدو سره دیرش کاله نور هم ښکار کولای شي.
که شاهین د زړښت پر مهال د بل ښکار کړی شی خوړلای نو ایله به یو یا دوه کاله ژوندی پاتې شوی وای او هم ورسره به یې په ډیر ذلت ژوند کاوه.
موږ ته هم په کار ده چې هر ډول تکلیف وزغمو، خپل ژوند په خپله بدل کړو، که زه خپل ژوند په خپل بدل نه کړم، زما ائنده نسل به هم زما په شان خوار و زار وي.
د مزدور زوی به مزدور وي



