ټیپو سلطان شهید ( دوهمه برخه )

په تېر پسې …
حیدر علي خان به ددومره منتونو او صدقو وروسته د پيدا شوي زوې د ښې روزني لپاره څنګه څنګه استاذان او د فنونو ماهرین اوپوهان نه وي ټاکلي !… همدا سبب وو چې ټیپو سلطان په پنځه کلنۍ کې په عربي او فارسي ژبو روزنه پیل کړه ، ددې ترڅنګ یې ورته دنړۍ په اړه دمعلوماتو او پوهې د تر لاسه کولو لپاره هم پوره انتظامات نیولي وو.
په زړه پورې خبره داوه چې ټیپو سلطان په همغه لمړیو کلونو کې د (تورې اوقلم ) سره یو شان دلچسپي درلوده، ان تر دې چې هغه په پنځلس کلنۍ کې د یوه ښه آس سپور او دجنګ په فنونو کې دیوه پوه او تجربه لرونکي عسکر په څیر ترسترګو کیده …… بلکه ددې نه هم مخته یعنې په یولس کلنۍ کې شهزاده د« بدنوز» د جنګ په ډګر کې دخپل پلار سره یوځاې ولاړ وو .
د شهزاده ټيپو په کوچنیوالي کې تر ټولو حیرانونکې هغه پیښه وه چې په هغې کې یوه ورځ هغه دخپلو همزولو سره د سرنګاپټم په یوې کوڅه کې په لوبو بوخت وو ، په دې وخت کې یو فقیر په هغه لاره تېرېده، په دې وخت کې د شهزاده ټيپو پلار حیدر علي خان د راجه میسور په پوځ کې د یوه کوچني ظابط په څېر نوکري کوله او تل به د راجه د قهر او غضب لاندې وو.
دغه فقیر په لاره دتېرېدو په وخت کې د ټیپو سلطان څنګ ته راغې او ورته یې وویل:
ستا بخت به یوه ورځ تا ددې هیواد پادشاه کوي . خو کله چې هغه وخت را ورسیږي نو په دغه ځای داسې یو جومات جوړ کړه چې په راتلونکو زمانو کې ستا یادګار واوسي.
تیز فکره شهزاده ددې فقیر دخبرې په ځواب کې په خندانه خوله وویل:
« کله چې زه پادشاه شم نو هرو مرو به دا کار وکړم .»
د یوه کوچني له اړخه دغه ډول ډاډمنه خبره کول پخپله د حیرانتیا وړ ده. ځکه چې په دي وخت کې دهغه پلار حیدر علي خان د میسور د راجه په پوځ کې دسخت فشار لاندې وو او د جنګ په میدان کې یې د کهانډې راو په مقابل کې خپله اخري لوبه لوبوله. مور یې دنورو خپلوانو سره په کلا کې بندۍ وه ، خو دې ځوان په پوره ډاډ سره ویل چې ددې فقیر وړاندوینه به هرو مرو تر سره کوي.
بیا داسې وختونه هم راغلل چې شهزاد ټيپو په رښتیا هم سلطان شو، دفقیر سره کړې ژمنه یې پوره کړه اوپه همغه ځای یې چې فقیر په کې ورته ښوونه کړې وه، یو ستر جومات جوړ کړ.
دسلطان ټيپو له اړخه ددغه جوړ شوي مسجد نوم « اعلي مسجد » کېښوول شو چې نن هم په سرنګاپټم کې دهغه د عظمت اوستروالي ګواهي ورکوي.
شهزاده په پنځلس کلنۍ کې به حیدري فوځ کې ورګډ شو او د یوه بهادر او زړه ور عسکر په څېر یې خپله زړورتیا او شجاعت را څرګند کړ.
بیا هغه په دوو کالو کې ددوست او دښمن ترمخه خپلې وړتیاوې وښودې پدې اساس حیدرعلي خپل ځوان زوی د یوه جنرال په څېر د ځانګړو ځواکونو قومندان و ټاکه.
«نواب بهادره! تاسېد سلطنت واکمنان او څښتنان یاست. چاته یې چې غواړۍ وربخښئ یې، او څوک چې غواړئ په سولۍ یی سپروئ. خو زه ددې یوې خبرې دګستاخۍ کولو جرئت کوم چې تاسې پخواني وفادار تر سترګو و غورځول او اوس مو ددربار ډېر نژدې ملګری میر صادق دمالیاتو ستر افسر و ټاکه. په دې کار سره که پخواني وفادار ملګري په څرګنده توګه شکایت و نکړي خو طبعا زړونه به یی زخمي شي.»
که څه هم نواب بهادر به دخپل دغه وفادار سردار په دغه بې باکانه او جرئتمندانه نیوکه باندې ټکان خوړلی وي، اوپه زړه کې به یې دا هم ویلي وي چې په رښتیا یې هم دخپلو وفادارانو سره جفا کړې ده خو پادشاهي، پادشاهي وي. ځکه یې سمدلاسه خپله خبره را جوړه کړه چې:
«محمدعلي! دا خو دومره خبره نده، زه به خپلو وفادارانو ته ددې څخه ښې او غوره دندي وسپارم. خواوس مې میرصادق دمالیاتو ستر افسر ټاکلی دی او پرته دکوم معقول عذر نه یې لرې کول مناسب نه وینم. هو! ته یې هم څارنه کوه چې که لږ څه بددیانتي اوخیانت ترې ووینې نو نه یواځې ددندي څخه به ګوښه کړل شي بلکه داسې سزا به ورکړل شي چې ټول عمريې په یاد وي.»
خو…..هغه وخت هیڅ را نغی. نواببهادر ددې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او اوس یې دځای ناستې مسئله پیچلې شوې وه.
کله چې دسرنګاپټم امیرانو ته ډاګیزه شوه چې شهزاده ټيپو د ارکاټ دسېمې سره نژدې خېمه وهلې ده او د مرحوم نواب تر خېمې پورې د تللو څخه هم ډه ډه کوي، نو هغوی ته اندیښنه پیدا شوه. په همدې وخت کې محمدعلي کمیدان یوځل بیا خوله پرانسته او وویېویل:
« میرزا خانه! آیا مونږ د شهزاده کریم په تخت کینولو کې سهوه نده کړې؟»
میرزاخان تر ټولو زیات اندیښمند وو. ځکه چې ده دمیرصادق ددې پلان تائید، چې شهزاده کریم دې په موقتي توګه په تخت کینول شي، ترهرچا زیات کړی وو. علت یېداو چې دوی غوښتل ددې لارې دښمنان د سازش موقع اوفرصت پیدا نکړي.
« درنه سرداره! میرزا خان په خپل سپینوالي کې وویل: هغه وخت ما همدا مناسبه وګڼلهچې ددښمنانو د سازشونو د جال دخپریدو څخه دخوندي پاته کیدو لپاره دشهزاده ټیپو په نه موجودیت کې دشهزاده کریم په تخت کښینول اړین وو. ما په همدې خاطر د مالیاتو دستر افسر میرصادق ددې پلان تائید وکړ، په الله تعالی سوګند چې زما په زړه کې ددې نه اخوا بله کومه اراده نه وه.»
نور بیا …



