دفاع وزارت: په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې شاوخوا ۱۱ سرتیري وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۷غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د ملي دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ځواکونو شاوخو ۱۱ سرتيري وژل شوي دي، او یو شمېر نور ټپیان شوي.

خبرپاڼې لیکلي دي، چې د ملي اردو ځواکونو له لورې د هېواد په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې عملیات ترسره شول، چې هوايي ځواک هم پکې برخه اخیستې وه.

دفاع وزارت ویلي دي، چې په دغو عملیاتو کې مقابل لوري ته هم ګڼ تلفات اوښتي، مګر کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

باید ووایو، افغان حکومت د افق او طالبانو د عمري تر نامه لاندې د یو بل پر خلاف نوي پسرلني عملیات پیل کړي دي، چې تراوسه پورې عمري د افق په پرتله خورا توند او ځپوونکي دي.

د طالبانو د دغو عملیاتو په لړ کې یو هم د کابل برید یادولی شو، چې د ملي امنیت پر لسم ریاست یې ترسره کړ، سلګونو مهمو امنیتي کارمندانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button