کابل ټکی کام ۲۷غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
القاعده ډله چې نن سبا په نړیوالو جهادي ډلو کې یوه ستره ځواکمنه او د ستر قوت لرونکې ده، په پام کې لري، تر څو په سوریه کې د داعش ډلې پر خلاف عملیات وکړي.
اروپایي او امریکایي رسنیو خبر ورکړی دی، چې د القاعده جنګیالي په پام کې لري، تر څو د خپلو نظامي عملیاتو مرکز سوریې ته ولېږدوي.
دغو رسنیو ویلي دي، چې دا مهال دغې ډلې د خپل نظامي مرکز جوړولو لپاره د قومندې تر لسګونو ډېر استازې استولي دي.
امریکایي رسنیو د استخباراتي سرچینو له قوله لیکلي دي، چې القاعده ډله به په پام کې لري، تر څو په راتلونکو کې په سوریه کې د جبهة النصرة په موجودیت د سوریې په خاوره کې امارات جوړ کړي.
جبهة النصرة د القاعده تنظیم له سترو او ځواکمنو جبهو څخه ګڼل کیږي، چې په ډېریو بریدونو کې لاس لري.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، که القاعده تنظیم په سوریه کې خپل نظامي مرکز جوړ کړي، دوی کولی شي، چې خپلو لیکو ته د لبنان، اردن، عراق او د ترکیې وګړي جذب کړي.
د سیاسي چارو د کارپوهانو له نظره، په سوریه کې د اماراتو په جوړلو سره به د القاعده او داعش ډلو تر منځ سختې جګړې رامنځته شي.


















