د الجزیره نټ نه په مننې
ژباړه : قاضی عرفان
د تیری یکشنبې په ورځ د عراق په پارلمان کې د سُني اپوزیسیون غړو د وزیرانو د شورا د غونډو نه د پریکون اخطار ورکړ.
دغه پریکون یې له دې امله اعلان کړ چې د حکومت مشر حیدر العبادي او ډله دې یې د هغو ۲۲۰۰ سنیانو سرنوشت معلوم کړي چې د حزب الله د ملیشو لخوا یرغمال کړای شوي او تر اوسه یې هیڅ درک نشته.
همدا راز یې د یرغمال شویو د ورثه و لپاره د هغې مالي مرستې د تادیې غوښتنه وکړه چې منظور شوې ده خو تر اوسه هیچا نده ترلاسه کړې.
سني اپوزیسیون ټینګار کړی دی چې باید په دې اړه ډاګیز فرمانونه صادر کړای شي څو سنی یرغمال کړای شوي کسان پرته له کوم ضرر نه بیرته خپلو ښارونو ته په ځانګړې ډول دیالی وحزام، بغداد، د بابل شمال، ته ستانه شي، او د تښتونې او یرغمال نیونی سیاست ته د پای ټکی کیښودل شي.
سني اپوزیسیون د یوې اعلامې په ترڅ کې ویلي دی چې دا غوښتني د هغو سیاسي اصلاحاتو له جملې نه یوه نه جلاکیدونکې برخه ده چې له امله یې د عراق حکومت په وجود کې راغلی دی نو ځکه باید چې صدراعظم په حتمي توګه ورته لبیک ووایی.
له بله پلوه د وزیرانو شورا مشرتابه د پارلمان نه غوښتنه کړې ده چې غونډه وکړي او په وزارتونو کې د تغیراتو راوستلو لړۍ تکمیل کړي، او له ټولو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو نه یې غوښتی دی چی له خپلمنځي اختلافاتو نه ډډه وکړی او دولتی ارګانونو ته د خپلو قانوني کړنو د تطبیق لپاره یوه مناسبه فضا برابره کړي.
د عراق سیاسي وضعیت له څو اونیو راهیسی په ګډوډۍ کې وروسته له هغې قدم کیښود چې عبادي پریکړه وکړه چې د ګوندونو له غړو نه به یو پاک حکومت تشکیلوي او لامل یې د پراخ فساد شتون مخنیوي او ملت ته د ښو خدماتو د وړاندې کول ښودلی دی.
حاکم ګوندونه د عبادي د دې هڅو په وړاندې خنډ شوي دي، او په حکومتی دوایرو کې د خپلو هغو پراخو امتیازاتو د خوندیتوب غوښتنه کوي چې له ډیرو کلونو راهیسی یې ورڅخه ګټه پورته کوله.
د دوه اونیو له رخصتیو نه وروسته پارلمان وکولای شول چې د تیرې میاشتي په وروستیو کې غونډه وکړي او هغو پنځو وزیرانو ته د اعتماد د رایې پروسې ته تکمیل ورکړی چې عبادې نومولي وو.
او ټاکل شوی وه چې پارلمان به د پاتې نوماندانو لپاره د نورو غونډو په ترڅ کې د اعتماد رایې واخلی. خو سیاسي اختلافاتو د دغې غونډې د ترسره کیدو مخه ډب کړه، چې له امله یې د الصدري ډلې د مشر مقتدی الصدر قهر راپارولی، چې په نتیجه کې یې پلویانو د المنطقة الخضراء سیمه چې په حکومتي او نړیواله سطحه یوه استراتیژیکه سیمه ده تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د الصدري ډله او د ځوانانو یو شمیرو مدني ټولنو په حکومت فشار راوستی چې باید د حکومت واګي د قومي ډلو ټپلو له لاسونو نه وباسي، ښه خدمات درست کړي او د مفسدو مسؤلینو سره حساب کتاب وکړي.


















