ظلم یو داسې اور دی چې که کلونه هم پرې تیر شي نو د مظلوم په زړه کې وی

جمع وترتیب : عبد الله صدیقي

ښوونکي یې بې موجبه پر لښته وواهه نو مامون ورڅخه پوښتنه وکړه چې ولې دې ووهلم؟!

ښوونکي وویل: چُپ شه..

او چې مأمون ورڅخه هر څومره پوښتنه کوله نو د ښوونکي جواب به یواځې همدا و چې چپ شه خو له شلو کلونو وروسته چې کله مأمون د خلافت منصب ته ورسیدو، خپل دغه ښوونکی یې راوغوښت نو ورڅخه یې وپوښتل زه چې کله هلک وم ولې دې ووهلم؟!

نو ښوونکی مُسکی شو او ویې ویل: تر اوسه دې نه دي هیر شوي؟

نو مأمون وویل: نه والله نه مې دي هیر شوي.

ښوونکي ورته وویل: دا د دې لپاره چې ته پوه شې چې مظلوم یې د یاده نه باسي!

پر هیچا ظلم ونکړې، ظلم یو داسې اور دی چې که کلونه هم پرې تیر شي نو د مظلوم په زړه کې وی او نه مري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button