جاپان ته ځپوونکی طوفان رسېدونکی دی

کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴

راپور: انصار

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی چې له جنوب ختیځه جاپان ته یو سخت ځپوونکی طوفان ور روان دی، دا یاده اداره وایي چې د دې طوفان د تېرېدنې ګرېنتوب په یوه ثانیه کې له ۱۸څخه تر ۲۵مترو پورې ثبت شوی دی.

د ادراې د اټکل له مخې امکان لري جاپان ته رسېدونکی طوفان به د دغه هېواد ساحلي سیمې چې پکې به عمومي رخصتي وي ور ورسیږي.

د تاس خبري اژانس خبر ورکړی چې په روانه میاشت کې د زیاتو بارانونو له امله په جاپان کې ۷تنه مړه او تر ۴۰پورې یې ژوبل شوي دي.

رسنۍ زیاتوي چې د ډېرو سختو بارانونو له امله د «کینګواو» د سیند څپې په اېبراک سیمه کې د ډنډ څخه ووتې، او د زیسور د ښار په کوڅو کې د یوه لوی سېلاب په شکل روانې وې چې تر ۱۲۰۰۰۰پورې کورونه یې له ځانه سره لاهو کړل.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کال په دغه هېواد کې سختو بارانونو جاپان ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button