هرات کې طالبانو ۴ سیمه ییز پولیس وژلي

کابل ټکی کام ۲۸غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له هرات ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت د اوبه ولسوالۍ په ګرشک کلي کې طالبانو ۴ سیمه ییز پولیس وژلي دي.

خبر وايي، دغه پولیس نن د طالبانو په یوه کمین کې په نښه شول.

د هرات ولایت امنیه قومندانۍ هم رسنیو ته تأیید کړه، چې طالبانو یې ۴ سیمه ییز پولیس وژلي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي ادعا کوي، چې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې څرګنده نه کړه.

طالبانو لا تر دا مهاله پورې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button