د بغلان سرخ کوتل سیمه د طالبانو لاسته ورغلې

کابل ټکی کام ۲۹غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د بغلان ولایت امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې د دغه ولایت سرخ کوتل سیمه د طالبانو لاسته ورغلې ده.

سرچینو ویلي دي، طالبانو امنیتي ځواکونه له څلورو ورځو راهیسې تر کلکې محاصرې لاندې راوستي وو، چې بالاخره امنیتي ځواکونو د ځان ساتنې لپاره دغه سیمه پرېښوده.

یوې امنیتي سرچینې چې له نوم اخیستو څخه یې ډډه کړې ده، رسنیو ته ویلي دي، چې نن سهار طالبانو د بغلان ولایت په سرخ کوتل او چشمه شیر سیمو باندې درنده جګړه پيل کړه، چې له کبله یې امنیتي ځواکونو عقب نشیني وکړه، او د سرخ کوتل سیمه د طالبانو لاسته ورغله.

د بغلان ولایت څخه د پولیسو یوه ویاند رسنیو ته وویل، چې وژل شوي او ټپيان شوي پولیس یې خپله لیدلي دي، خو د محاصره شویو پولیسو له حاله نا خبره ده.

له بلې خوا طالبان وایي، چې د چشمه شیر سیمې اړوند د جرمن غونډۍ مهم بېس یې نیولی دی، او همدا راز یې لسګونو عسکرو، پولیسو او اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button