
ناتوپه هېواد کې د اوږد مهاله جګړې تیاری څرګند کړ
سرلیکنه
تیره ورځ چې په برکسل کې دناټو دبهرنیو چارو دوزیرانو دوه ورځنۍ غونډه وشوه د مخه ویل کیدل چې دافغانستان په اړه به دجګړې په پاې ته رسیدو غور وکړي خو د دوه ورځني بحث نه وروسته څرګنده شوه چې ناټو په افغانسنان کې داوږد مهاله جګړې تیاری څرګند کړ.
دناټوپه غونډه کې دبهرنیوچارو وزیر صلاح الدین رباني وویل چې باید په افغانستان کې دجګړې حل ته لاره وموندل شي خو رباني دبرکسل دغونډی داجنډا نه هم نه و خبر چې دبرکسل غونډه په کومه اجندا او څه بحث کوي په غونډه کې که څه هم د خبرو کولو وخت ورکړل شو خو داسې ښکاریده چې دیوه ناظرپه توګه ېې په غونډه کې برخه اخستې ده .
دبرکسل په غونډه کې چې د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې دروان حالت اوامنیت دارزونې په اړه سره راټول او بحث ېې کاو غونډې ته دناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل که څه هم دافغانستان مسئله دنظامي لارې نه حل کیږي دسیاسي حل لارې لپاره ېې غور په کار دي.
خو دا دناتو پنځلسم کال دی چې دافغانستان دمسئلې دسیاسي حل لارې په نامه تل په غونډو کې دجګړې په اړه غور کوي.
دناټو غړو هېوادونو لومړی تر۲۰۱۷او دادی اوس ېې تر۲۰۲۰پورې په افغانستان کې دجګړی د تیاري دپاره په پلان موافقه وکړه چې دافغان ځواکونو لپاره به دجګړې د دوام هرډول نظامي تجهیز ته دوام ورکوي .
ناټو چې هره پریکړه دامریکا په مشوره کوي په افغانستان کې دجګړې ددوام لپاره زمینه سازي کوي او هغه څه دافغان اولس په وړاندې وايي چې افغانان دسولې په ځای دجګړې لار غوره او په لوې لاس ېې جګړې ته وهڅوي
تیره ورځ په کابل امریکايي پوهنتون کې دعراق او افغانستان لپاره دامریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویناکوله په ویناکې ېې د ګلبدین او دولت دپخلاینې په اړه وویل :
هغه چاچې دکابل ښار وران کړی وي لومړی باید دخپلو جنایاتو بخښنه وغواړي ، په دوېېم ځل ېې په ښکاره وویل ګلبدین او ده ته ورته کسان چې پیچلی تاریخ ولري لومړی باید له افغان ولسه بخښنه وغواړي .
ټولو جهادي مشرانوته د ګلبدین او امریکا دژورو اړیکو معلومات شته چې دټولو جهادي ګوندونوترنیمايي زیات به ېې دګلبدین اکمال کاوه خو بیاهم امریکا نه غواړي په افغانستان کې سیاسي حل ته لاره وموندل شي، دوېم داچې که د دولت اوحکمتیار سوله وشي بیا هم د افغان ولس ذهن خرابوي چې دا همغه حکمتیار دی چې دکابل ښار ېې په کنډوالو بدل کړی دی او چې ټول ښارپه کنډوالو بدلیږي پکې به څومره کسان وژل شوي وي .
زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د مدني ټولنو دفعالانو ذهن بدل کړ وې ویل د مسئلو حل او د جګړې پای ته رسیدل غوره لاره ده خو دولت باید لومړی دداسي خلکو سره چې جنایات ېې کړي وي په حکومت کې دځای ورکولو دمخه ورسره حساب وشي د مدني ټولنو فعالانو ویلي که څه هم دا یو سیاسي جزايي بحث دي خو دولت باید یو پلاوی وټاکي ترڅو تیرې تیروتنې او جنایت کوونکي پټ ونه ساتي .
په افغانستان کې دامریکا لخوا دجګړې داوږدوالي په هدف د ناټو قوماندان جنرال کورتس سکاپروتي په غونډه کې وویل امریکا باید په افغانستان کې دبهرنیو پوځونو داستلو په مهالویش بیا له سره کتنه وکړي او په افغانستان کې امنیتی حالاتو ته په کتو سره دبهرنیو پوځونو دوتلو مهالویش څرګندکړل شي یاد قوماندان وویل داسي ښکاری چې په افغانستان کې یو ځل بیا طالبانو بریدونه زیات کړی او امنیتی حالات ورځ په ورځ خرابیږي داړتیاپه صورت کې دبهرنیو پوځونو دوتلو کړنلاره بدلیدی هم شي ترڅو په افغانستان کې دطالبانو دبریدونو په زیاتوالي یوشیمر سیمې دسقوط سره مخه نه شي .
دامهال په افغانستان کې دناټو دمعلوماتو په اساس تر ۹۸۰۰پورې بهرني پوځونه شته چې باید د مهالویش سره په راتلونکې کې تر ۵۵۰۰پوری راکم کړل شي خو دامریکا په مشوره ناټو غواړي په افغانستان کې دجګړي په چمتووالي جګړه نوره هم دوامداره کړي .



