د هند – میانمار پر ګډه پوله یوې وسله والې نښتې، ۹ هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۰۳غبرګولي/۱۳۹۵، هلال خاورې
الجزیره ټلویزیون د هندي سرچینو له قوله ویلي دي، چې د هند – میانمار پر ګډه پوله باندې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ۹ هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښې ځای د منیپور ایالت چنډال سیمه ښودل شوې ده، چې د میانمار سره ګډه پوله لري.
سرچینې ویلي دي، دغه وسله وال برید د هندي سرتېرو پر موټر شوی دی، چې په سیمه کې له یوه ځنګل څخه د تېرېدو په حال کې وو.
سرچینې زیاته کړې ده، چې په دغه برید کې ۵ هندي سرتیري وژل شوي، او ۴ نور ټپیان دي.
د یادولو ده، تېر کال په جون میاشت کې هم په دغه سیمه کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ۱۸ هندي سرتیري وژل شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button