عراق له داعش ډلې د فلوجه ښار د بېرته نیولو په موخه عملیات اعلان کړي

کابل ټکی کام ۰۳غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي اعلان کړی دی، چې د فلوجه ښار د بېرته نیولو لپاره یې پوځي عملیات پیل کړي دي.
حیدرالعبادي دغه څرګندونې پرون ناوخته له یوه ټلویزیون سره وکړې، او زیاته یې کړه، چې ځواکونو یې داعش ډلې ته ماتې ورکړې، او دوی بري ته نږدې شوي دي.
حیدرالعبادي دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې پوځيانو یې له داعش ډلې څخه یو شمېر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې.
عراقي پوځيانو په نږدې تېرو ورځو کې د بغداد د لویدیځ ۳۸۰ کیلومترۍ رتبه ښارګوټی هم له داعش ډلې څخه ونیوو.
باید ووایو، چې فلوجه ښار د بغداد د لویدیځ په ۶۵ کیلومترۍ کې پروت دی.
د یادولو ده، داعش ډله لا هم د موصل ښار په ګډون د عراق په شمال او لویدیځ کې پر یو شمېر سیمو واکمنه ده.



