اوباما: د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی

کابل ټکی کام فرید احمد ۳ غبرګولي ۹۵
د امریکا جمهور رئیس اوباما وايي، وروسته له یو شمېر ډرون بریدونو، د ملا منصور په موټر برید ورته ډېر مهم و.
د امریکا جمهور رئيس اوباما ویلي دي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمدمنصور د ډرون په یوه حمله کې وژل شوی دی.
د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اوباما وویل چې د ملامنصور وژنه، یو مهم پړاو ده.
مونږ د یو داسې ډلې مشر وژلی دی، چې زمونږ فوځونه او زمونږ متحدین او په افغانانو یې بریدونه کول، او د نړیوال ترورېستي ګروپونو لکه د القاعده تنظیم سره یې اړیکې درلودې.
دوه ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت دعوه وکړه چې په بلوچستان کې یې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور وژلی دی، خو طالبانو یې به اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
خو د بلوچستان خلک وايي چې برید په موشکي سیمه کې د عامو خلکو په موټر شوی دی، او په وژل شویو کې یو بلوڅ دی چې له ملا اختر محمدمنصور سره یې زیات شباهت موجود دی.
دغه مسافر له تفتان څخه کوېټې ته په لاره وو، چې پرې برید وشو.
طالبانو خپل رسمي غبرګون ددې ادعاوو په اړه ندی ښودلی.




https://telegram.me/alemara1l
د اسلامي امارت پرزعیم ملا اخترمحمدمنصورحفظه الله باندې دبې پیلوټه الوتکې دبرید خبر کاملا دروغ او بې اساسه دی.
الحمدلله ژوندی دي پر نوموړي هیڅ حمله نه ده شوې. انشاالله ډیر ژربه په خپل غږیز پیغام کی درته وغګیږی