
ننګرهار: حصارک ولسوالۍ کې طالبانو د خپل نوي امیر سره له بیعت وروسته د ولسوالۍ مرکز سوځولی
کابل ټکی کام فرید احمد ۷ غبرګولي/جوزا ۹۵
له حصارک ولسوالۍ څخه زمونږ همکار خبر راکوي، تېره ورځ ماسپښين د یادې ولسوالۍ طالبانو یوه ستره شانداره غونډه جوړه کړې وه چې د خپل پخواني مشر لپاره یې ختمونه او دعاګانې وکړې، او له نوي مشر سره يې بیعت هم ترسره کړ.
له بیعت وروسته یوه ډله طالبان په ولسوالۍ د برید لپاره تیار شول او ولسوالۍ یې په هاوانونو، راکټونو او د رسام په مرمیو ووېشته، چې له کبله يې یاده ولسوالۍ په مکمل ډول وسوځېدله.
په سیمه کې زمونږ همکار وايي چې د نیم ساعت جنګ وروسته هلیکاپټر الوتکې راورسیدې او بمبار یې پیل کړ، چې په نتیجه کې یې یوه ښځه او دوه نور ملکیان شهیدان شول.
د ځایي خلکو په وینا چې په برید کې ۱۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د تېلو او خوراکي توکو ډېپوګان سوځېدلي دي، او د عامو خلکو د یوه ټونس بس په شمول، د پولیسو یوه سراچه موټر، او درې رېنجر ډاډسن او یو شمېر نور نقلیه وسائل هم له منځه تللي دي.
ددې پېښې په اړه تراوسه نه طالبانو او نه هم دولتي چارواکو څه ویلي دي.



