
دغوڅ ملاتړ قومندان وايي په جنوبي ولایتونوکې امنيتي وضعیت داندیښنې وړ دی
دخارجي قواو دغوڅ ملاتړدماموریت قومندان چارلز کلیفلند خبرداری ورکړی، چې په جنوبي ولایاتوکې وضعیت زیات داندیښنې وړ دی او په ټینګار سره يې ویلي، چې په قندهار، ارزګان او په ورسره نورو ولایتونو کې امنیتي وضعیت په تیزۍ سره مخ په خرابېدو دی ، نوموړي ویلي ، چې دا ددې معنا نه ده چې مونږ د طالبانو د قوت اظهار کوو مګر بغیر له کوم شک څخه چې دغه ډله خطر ناکه ده.
نوموړي دا خبره تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې کړې ده او ویلي يې دي زه په دې باور لرم، چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د حملو مخه نیولی شي خو ځینې منطقې چې مونږ د هغې خاصه څارنه کوو لکه د کندهار شاولیکوټ ، ترینکوټ او د ارزګان ځینې ځایونه داسې دي، چې باید ګواښونه یې کم ونه ګڼل شي .
دا په داسې حال کې ده چې مخکې هم د ارزګان ولایت نماینده ګانو ددې ولایت په ځيني ځایونو کې د محاصرې د زیاتېدو خبر ورکړی و،
همدا رنګه چارلز زیاته کړې او امید یې څرګند کړی چې د طالبانو نوی مشر به د سولې لاره انتخاب کړي، خو باالعکس ولسي جرګې د اشرف غني هغه فرمان لاسلیک کړی و، چې په کې د طالبانو سره جنګ ته لومړيتوب ورکړل شوی و.



