ملا اخترمحمد منصور څوک وو او څه یې وکړل.

 

لیکوال عاکف مهاجر

ملا اخترمحمد منصور نړیوال استخبارات وننګول، څه باندې دوه کاله یې د نړی له ټولو استخباراتو د خپل مشر مړینه پټه وساتله او خپلو دشمنانو ته یې په ډیر سخت وخت کې داسې څه په لاس کې ورنکړل چې دهغوی روحې قوت پرې دجنګ په ډګر کې لوړ او مورال یې اوچت شي ، بالعکس دخپلو ملګرو روحیه او مورال یې لوړ او قوي وساتلو.

ملا اختر محمد منصور د خپل مشر مړینه په داسې وخت کې ښکاره کړله، چې خپل ملګري یې په فوځي او سیاسي ډګر کې ډیر پیاوړي کړي وو.

ملا اخترمحمد منصور بله ستره لاسته راوړنه دا وه، چې په قطر کې یې سیاسي دفتر دائر کړلو، خپل ټول دشمنان یې  وننګول او دشمنان یې قانع کړل، چې طالب هغه څوک دی، چې له  هغه پرته افغانستان نه جوړیدونکی او په افغانستان کې سوله نه راتلونکې ده.

ملا اخترمحمد منصور هغه څوک و،  چې د اربکیانو د پروسې وروسته یې دداعش پروسه نیست او نابود کړه او په نطفه کې یې خنثی کړه ټول افغانستان یې دداعش له شره وساتلو او دا یې په افغان ولس باندې یو نه هیریدونکی احسان  دی او تر  قیامته به وي.

ملا اخترمحمد منصور هغه څوک و،  چې په ډیرو حساسو شیبو کې یې خپل تنظیم له ټوټه کیدلو وساتلو او دشمنانو ته یې دا موقع ورنکړله، چې طالبان په څوټوټو وویشي بلکې په یو واحد قیادت کې یې ټول وساتل.

که څه هم د طالبانو د تحریک د مؤسس او بنسټګر تر وفات وروسته د نړی استخباراتي شبکو تر حد زیات کوششونه وکړه، چې طالبان په څو ګوندونو وویشي ، خو د ملا اخترمحمد منصور زراکت، تجربې او هوښیارۍ خپلو دشمنانو ته دا موقع په لاس ورنکړله چې ددوی له حساس وخت نه ګټه پورته کړي او په ډیرو سختو مرحلو کې یې تقریبا خپل ټول ملګري په ځان راټول کړل.

ملا اخترمحمد منصور په داسې وخت کې دشمنانو ته خپل زور وښودلو، چې دشمن یې غوښتل چې طالبان ددغه تحریک دبنسټګر تر وفات وروسته کمزوري وښیي، خو ملا اختر محمد منصور په هغو حساسو شرائطو کې کندز ته سقوط ورکړو نزدې وه چې ټول شمال ته سقوط ورکړي،  دشمن یې مصروف وساتلو چې ددوی ترمنځ د ویشلو د هڅو پر ځای په خپلو دفاعي کړنو بوخت شي.

ملا اختر محمد منصور طالبان ترخپل مرګ وروسته هم ټوټه کیدلو ته پرې نه ښودل بلکې په خپل ژوند کې یې ځان ته داسې مرستیالان ټاکلي وو، چې بغیر له چون او چرا نه ټول په یوه خوله پرې راټول شول او ټولو په یوه خوله ورسره بیعت وکړلو.

ملا اخترمحمد منصور هغه سیاسي او فوځي څهره وه، چې ټول نړیوال یې په هر ډګر کې حیران ګوته په غاښ کړي وو او دشمنان یې اوس اعتراف کوي چې منصور امریکایانو  او ددوی فوځیانو ته په افغانستان کې یو ستر خنډ و، نه یې پریښودل چې ددوی پلانونه په افغانستان کې عملي شي، همدانن هم یوه امریکایي لیکوال لیکلي وو، چې منصور په امریکایانو د غټو بریدونو پلان درلودلو.

ملا اخترمحمد منصور دجګړې په ډګر کې داسې پلانونه جوړول، چې هرڅوک به ورنه عاجز و، په لنډ وخت کې یې د رجال برجسته په مرکز باندې په برید کې خپل ټول دشمنان وننګول او لاره یې ترې ورکه کړله.

 

ملا اخترمحمد منصور هغه اتل او قاید  او  ژوند یې دومره عادي و، چې له دومره مخالفینو سره سره چې داعش ، د طالبانو ګلمرجان ملا رسول، نړیوال کفر، د افغانستان غلام حکومت او داسې نورو سره په کلکه جګړه بوخت و، بیا یې هم په یوه کرایه شوي موټرکې او بغیر له باډیګارډه یې سفرونه کول دا هم دنوموړي په کلک عزم او سترې زړورتیا باندې اوچت دلیل دی.

 

منصور منصور و، دخدای نصرت ورسره ملګری و، چې هرکار ته به یې اراده وکړه پاتې به نه راتللو.

 

روح دې  یې ښاد او یاد دې یې تل وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button