په طالبانو د ملا منصور اغيز

م، نجم الرحمن (فضلي)

د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور په نښه کولو لامل امريکايانو دا وښود چې دی له سولې سره مخالف وو، د امريکايانو غوښتنو ته يې مثبت ځواب نه ورکاوه او د سولې خبرې يې ردولې، خو دا خبره پرون په خپله يوه امريکايي شنوونکي په ډاګه کړه چې د امريکايانو دا خبره بې ځايه او يوه پلمه ده، په اصل کې د طالبانو دغه مشر ډير ژور پلاني سړی وو او په کابل کې يې په امريکايي عسکرو يوه ستر وژونکي پلان ته ځان چمتو کاوه، خو امريکايانو پرې وار ړومبی کړ.

يو د خلکو اپلتې دي، په ځانګړي ډول د هغو خلکو اپلتې چې د همدې اپلتو په ويلو سره د ځان او کور لپاره روزي پيدا کوي، يو اصل حقيقت او د اسلامي ډلو، تنظيمونو او اسلامي لښکرو په تاريخ کې ثبت شوې کارنامې دي.

که تاريخ ته سر ورښکاره کړی شي وبه ليدل شي چې هرې اسلامي ډلې او لښکر په خپل وخت کې د جګړې په ترڅ کې يا د غلچکي بريدونو له امله خپل مشران له لاسه ورکړي، خو په هيڅ يوې ډلې يې دومره اغيز نه ده کړی چې هغه دې بيخي له منځه تللې وي، يا دې دښمن ته د تسليميدو سر ښکته کړی وي، که چيرته همداسې شوي وای نو د اسلام مقدس دين به بيا تر مونږ څنګه را رسيده.

تقريبًا د دريو لسيزو په اوږدو کې د اسلام يوې بلې سرښندونکې او پياوړې ډلې (طالبانو) هم وخت په وخت خپل ډير لوړ پوړي مشران له لاسه ورکړي، په پيل کې د کندهار نيولو پر مهال يې خپل دويم مشر ملا محمد اخند له لاسه ووت، له هغه وروسته د همدغې ډلې مشران وار په وار له همدې ډلې جلا شول.

ملا مشر، ملا بورجان، مولوي احسان الله، مولوي اختر محمد عثماني، ملا دادالله، نن ورځ ملا اختر محمد منصور دې ټولو طالبانو ته د ستون فقراط حيثيت درلود، خو لکه څرنګه چې د تيرو مشرانو په له منځه تلو طالبان نه يوازې دا چې کمزوري نشول، بلکې ورځ تر بلې يې هر ډول صلاحيتونه او استعدادونه لوړ او د چارو ښه سمبالوونکي شول، دا ځل هم د ملا منصور له تلو وروسته پر طالبانو د ده کوم نه جبرانيدونکی اثر نه ښکاري.

د دې يو بل ښه مثال هغه د همدغې ډلې د مرستيال ملا سراج الدين حقاني فعاليتونه دي چې د امريکا په شمول ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ او ترې ويريدونکې ده، له امريکايانو سره د مبارزې په شاوخوا پنځلس کلنی موده کې د ملا سراج الدين څلور ملا تړلي وروڼه او د ده د ګروپ سروالان عمر، محمد، نصيرالدين او بدرالدين له منځه ولاړل او يو ورور انس يې په زندان کې پروت دی، خو د ده په تګلاره او کړنکلاره کې نه کوم بدلون راغی او نه کومه کمزوري، بلکې د پخوا په پرتله يې ګزارونه لا پيچلي او وژونکي شول.

دا چې تر اوسه طالبان له خپل نوي امير سره د بيعت کولو په چارو بوخت دي، او هم د نوي امير لخوا کوم مکتوب نه دی ورته صادر شوی، په راتلونکو ورځو کې به وليدل شي چې طالبان په رښتيا هم د خپل مشر په تلو له پښو لويدلي، او که يې د انتقام وينه په جوش راغلې، راځئ څو ورځې انتظار وباسو چې څه پيښيږي او څه به کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button