
خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه
ویسا:
له ايران سره د اوبو د وېش ژمنې د څه لپاره؟
کابل ټکی کام:
د شیعه اخوندانو او د بادارانو امریکا یی ښکیلاکګرو د خوشحالولو لپاره.
هیواد:
له خپلسريو ځواكونو بيا فرياد اوچت شو
کابل ټکی کام:
خپلسري د نامشروعه حکومتونو طبعي نتیجه وي.
باور:
افغانستان د پردۍ جګړې په اور كې، د جان كيري اعلان.
کابل ټکی کام:
او د جګړې اور د جان کیری په پطرولو کې.
واشنګټن پوسټ:
پاکستان ګومان کاوه، چې طالبان له امریکايي بریدونو پټ ساتلی شي
کابل ټکی کام:
لکه امریکا چې ګمان کاوه چې خپل ټریډ سنټر د امریکا په مینځ کې خوندي ساتلی شي.
چراغ:
هوايي پوځ د طالبانو “عمري” عمليات له ماتې سره مخ کړي، د هوايي پوځ قوماندان.
کابل ټکی کام:
هه هه هه هه هه، دې ته وایې ښکرور درواغ! تیره ورځ د پایتخت په مینځ کې ۱۱ قاضیان چا ووژل؟ او له هغې نه مخکې یو قاضي چا خمیره کړ؟ او له دې مخکې د ارګ تر څنګ د امنیت ۱۰ رجال برجسته چا د اور لمبه کړ؟
ویسا:
د طالبانو د مشر په توګه د حقاني ټاكل كيدل افغانستان ته خطرناک دي، رحمت الله نبیل.
کابل ټکی کام:
حکومتي لوړ پوړي منفک شوي چارواکي ورو ورو د طالبانو په قوت اعتراف کوي.
انیس:
کابل ټکی کام:
لکه یو هیواد او دوه سري حکومتونه!
ویسا:
کابل ټکی کام:
د دغې امریکایی (ع او غ) پروژې سینیر ډاکټر دوهم متفکر(غ) او ساحوي ډاکټر یې ډبل (ع).
ننګرهار:
کابل ټکی کام:
د ورثه و یې آهونه، د قاتلانو یې بنډارونه!
سرنوشت ورزپاڼه:
په کابل کې د دینی عالمانو له غونډې څه تمه کیدای شی؟
کابل ټکی کام:
د دا ډول عالمانو نه همغه تمه کیدای شي لکه د ډاکټر نجیب د حکومت پر مهال چې د شئون اسلامی له عالمانو نه کیده، چې ویل به یې: د سور کفر نه مو درته سپین اسلام جوړ کړی دی او کوپون په خپل وخت نه راکوئ؟
محور ورځپاڼه:
د لوبې بل اړخ
کابل ټکی کام:
یعنی د امریکا منافقانه سیاست.
خدمتگار ورځپاڼه:
له کوم ځایه تر کوم ځایه؟
کابل ټکی کام:
یعنی د سیاف له جهاده تر انحرافه
محور ورځپاڼه:
خوست د دريو کورنيو په ولکه کې
کابل ټکی کام:
ټول افغانستان د دوه کورنیو په ولکه کې دی، ته د خوست غم کوې.
ماندګار:
د ملا منصور وژنه د سولې لپاره یو فرصت دی.د ناټو سرمنشی جیمرسټولټنبرګ.
کابل ټکی کام:
همغسې لکه د ټریډ سنټر نړول چې د سولې لپاره یو فرصت وګرځید!!!؟؟؟.
ارمان ملی:
چرا رییس جمهور روز یک ملیون دشنام میشنود؟
کابل ټکی کام:
قابلیت اش دارد.



