
د اشرف غني او هیبت الله اخندزاده په ټاکلو کې کوم توپيرونه وو؟
نقيب الله(احمدي)
۱- اشرف غني ارګ ته د رسيدلو لپاره په ميليونونو ډالر په مصرف ورسول, چې دا په خپل ذات کې د هيواد د اقتصاد تباهي ده، خو هیبت الله اخندزاده پرته له کوم اقتصادي لګښت وټاکل شو.
۲- اشرف غني تقريبآ يو کال د خپلې بريا لپاره د هيواد په بېلابېلو سيمو کې کمپاينونه په لاره واچول, هو ښه مې په ياد دي کله, چې زه د پوهنتون په لومړی ټولګي کې وم ما به حتی له خپلو ملګرو او اطاقيانو سره په دې مباحثه کوله, چې اشرف غني بايد د افغانستان د آينده لپاره ولس مشر شي، خو بل طرف ته هیبت الله اخندزاده بې له تشويقي کمپاينونو وټاکل شو.
۳- د اشرف غني او عبدالله عبدالله اتنخاباتي سيالي د يوه کال څخه ډېر وخت ونيولو, چې دې پړاو کې په هيواد کې بېکاري ډېر خلک له لويو ستونزو سره مخ کړل او د خلکو په تجارت يې سخت زياتې او ناوړه اغېزې درلودلې، خو مقابل لوري يعنی هیبت الله اخندزاده د دوی د مخکني مشر د وفات څخه دری ورځې وروسته وټاکل شو, چې دا د اشرف غني د ټاکلو په مقايسې سره ډېر کم وخت دی او د مقايسې وړ نه دی.
۴- د اشرف غني او عبدالله عبدالله په انتخاباتي سياليو کې نيږدې وو, چې په افغانستان هغه توره او کرغيړنه پېښه رامنځته شي, چې مورخين به يې په ليکلو شرميدلی هغه دا چې سمتي, ژبني او قومي تعصبات وو، خو خوشبختانه چې افغانان د دغه ناورين څخه وژغورل شول اګر چې د جان کیري او د دين غير کس پواسطه دا لانجمنه قضيه حل او فصل شوه، خو د هیبت الله اخندزاده په ټاکلو کې تر دمګړۍ کومه داسې پېښه نه ده شوې.
۵- کله چې اشرف غني د ولس مشر په توګه وټاکل شو نو د اشرف غني او عبدالله عبدالله خپل منځني اختلافاتو پايله وه, چې تر اوسه يې دځينو وزارتونو وزيران او دځينو ولايتونو واليان لا تر اوسه نه دي ټاکل شوي, چې دا پخپله د يوه حکومت په نیمګړتياوو او کمزوتياوو باندې دلالت کوي، خو هیبت الله اخندزاده چې کله ټاکل شوی دی په همغو پخوانيو تشکيلاتو يې تر اوسه اکتفا او تکيه کړې ده.


