د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د مکې د پېښې د څېړلو لپاره جرګه ټاکلې

کابل ټکی کام ۰۳میزان/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز یوه جرګه ټاکلې ده چې تر څو د تېرې ورځې د پېښې چې ۷۱۷تنه حاجیان پکې شهیدان شوي وو، علت معلوم کړي.
د سعودي عربستان د روغتیا وزیر خالد الفالح وايي چې حاجیانو د سپلین ته پاملرنه ونکړه، او د حکومت د لارښوونو څخه یې خلاف عمل وکړ.
خو عیني شاهدان د دغې پېښې مسئولین پولیس بولي، او وايي چې پولیسو د حاجیانو د ګڼې ګوڼې مخنیوي هڅه ونکړه.
د «ادیار» ورځپاڼه دا تأییدوي چې د ټېل ماټېل علت د ولیعهد محمد بن سلمان په را څرګندېدو د حکومت زائرینو اصلي لاره پرېښوده، چې په نتیجه کې یې غمجنه پېښه را منځته شوه.
خو د سعودي رسمي مقاماتو دغه خبر رد کړی دی، او ویلي یې دي چې:
دغه پېښه مکې ته نږدې رامنځته شوه، چې د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره تر ۲میلیونو څخه زیات خلک را ټول شوي وو، د دوی له قوله چې ډېری حاجیان د ځای د تنګوالي او د تودوخې د درجې د اوږدوالي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې د سپټمبر په ۱۱مه هم د کرېن د را غورځېدو له کبله ۱۰۹حاجیان شهیدان شول، چې علت یې تند بادونه او بارانونه ښودل شوی وو.



