په وژل شويو ۷۱۷ حاجيانو کې ۶ تنه افغانان دي

کابل ټکی کام ۰۳میزان/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت اعلان کړې ده، چې د سعودي عربستان د تېرې ورځې په پېښه کې د ۷۱۷ تنو وژل شویو حاجيانو له منځه ۶ تنه يې افغانان دي.
د سعودي حکومت تېره ورځ منلې وه، چې په منی کې د شيطان ويشتلو پر مهال په بې نظمۍ کې لږ ترلږه ۷۱۷ تنه حاجيان ووژل شول او نږدې ۹۰۰ نور ټپيان شول.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وزير فيض محمد عثماني رسنيو ته ويلي دي، چې په دغه ټېل ماټېل کې شونې ده ۵ يا ۶ تنه افغان حاجيان هم شامل وي.
عثماني زياته کړې ده، تمه لرو چې په دې پېښه کې افغانانو ته ډېر زيان نه وي اوښتی، ځکه د عثماني په وينا افغانان د نورو په پرتله په اورګاډي کې د شيطان ويشتو ځای ته تللي وو او د پېښې قربانيان هغه خلک دي، چې په موټرو کې تللي وو.
د افغان حاجيانو د هيئت يوه غړي رسنيو ته د نوم نه ښودو په شرط ويلي دي، چې يو شمېر افغانان له پېښې وروسته لادرکه دي، چې د مړي او ژوندي احوال یې نه شته.
نوموړي زياته کړې ده، چې د ورکو شويو کسانو د پيدا کولو کميسيون ته يې د دنده ورکړې ده، چې دغه کسان پيدا کړي.
ياده دې وي چې وسله والو طالبانو هم پر دغه پېښه خپله خواشيني څرګنده کړې ده او د حج له تنظيموونکو يې غوښتنه کړې، چې د پېښې عوامل په ګوته کړي او له منځه يې يوسي.



