
ټیپو سلطان شهید (دریمه برخه )
په تير پسې …..
«میرزا خانه! زما مقصد دا نه دی چې زه خدای مکړه په تا باندې شک کوم. هغه غلطي چې کیدونکې وه هغه خو هسې هم شوې ده.
محمدعلي کمیدان وویل: ماته ویل شوي دي چې شهزاده بهادر وایي چې ترڅو چې د سرنګاپټم فضا ارامه اوپاکه نه شي هغه به هملته په ارکاټ کې تم کیږي او سرنګاپټم ته به نه را داخلیږي .»
محمدعلي کمیدان ډیر سپین ویونکی او خوله ور انسان وو . هغه به د رښتیا ویلو په وخت کې د حیدرعلي خان پروا هم نه ساتله. د هغه جاسوسانو هغه ته ویلي وو چې شهزاده ټیپو د سرنګاپټم د امراو په نیتونو باندې شکمن دی، په دې خاطر هغه هملته تم شوی دی. »
ددې سوال ځواب په وخت کې د نورو سردارانو تر څنګ میر صادق هم ناست وو. هغه د محمدعلي کمیدان او سردار میرزا خان دخبرو څخه دا نتیجه تر لاسه کړه چې هغوی ته د شهزاده کریم تخت ناستط خوند نه دی ورکړی، او داسې بریښي چې که هغه معزول کړي نو دخپلې دې سترې غلطۍ ازاله به وکړای شي. په اوسني وخت کې د شهزاده کریم دتخت ناستي ټول مسؤلیت دې ته راجع کیږي …دهمدي فکرونو په وخت کي هغه په روماني توګه وویل چې :
« درونو سردارانو! دا غلطي خو له ما بدبخته شوې ده، ماته دا نه وو معلوم چې حالات به بلې لورې ته ګرزیږي . دحل بهترینه لاره داده چې زما سر له تني پرې کړئ او دشهزاده ټیپو په پښو کي یې کیږدئ . اوهغه ته ووایاست چې دا بدبخت انسان، چې دملک او هیواد دګټو په خاطر یې داسې یوه غلط قدم اخستی وو ،نور په نړۍ کې نشته .» ددې خبرې سره سم یې دسترګو څخه دمکر اوښکې را روانې شوې.
میرزا خان ورته مخته شو او تسلي یې ورکړه .« دمالیاتو افسره! ته مه غمګین کیږه. په دې غلطۍ کې مونږ ټول شریک یو، او اوس به ټول یو ځای ددې د له منځه وړلو هڅه کوو تاخو د ښیګڼو په خاطر دا سلا ورکړې وه. خو دا زمونږ بدبختي ده چې پایلي یی سرچپه وختلې ….»
دمیرصادق ژړا او اوښکو په محمدعلي کمیدان هیڅ ډول اغیز و نه کړ. مخ یی میرزا خان ته وګرځاوه او ورته یې وویل: میرزا خانه! غوره به وي چې مونږ همدا اوس په دې لړ کې د شهزاده ټیپو سره خبره وکړو تر څو حتمي پایلو ته ورسیږو . »
میرزا خان دهغه خبره تائید کړه، او ویې ویل: زه له تاسره یم ، راځئ چې د شهزاده ټیپو لورې ته ورشو، دا موضوع باید سمدلاه حل کړل شي .
میرصادق یو قدم نور هم مخته ورغې او د محمد علي کمیدان غوړه مالي یې پیل کړه ، ویې ویل: تاسې بلکل سهي پریکړه کړې ده، سرداره! مونږ ټول باید سمدلاسه دروند شهزاده ته ورشو.
« خو هلته به ته نه ورځې، میرصادقه ! » محمدعلي کمیدان ورته په تریو تندي وویل .
په دې خبره د میرصادق مخ تک تور شو خویو ځل بیا یې دغوړه مالۍ بل غشې وویشت .
« ګوره، سرداره! خبره خو تر هر څه لمړۍ ما پیل کړې وه ، نو که چیرې زه د شهزاده څخه په دې اړه بخښنه ونه غواړم نو بیا خو به ټول مسؤلیت زما په اوږو پریوځي.»
دمحمدعلي کمیدان په وچولي کې نور هم تریخوالې راپیدا شو او په سخته ژبه یی ورته وویل:
« بښنه به مونږ ټول غواړو »
بیا یې د میرصادق څخه مخ واړاوه او میرزاخان ته یې وویل :
«یواځې ته به شهزاده ته ورشې اوزمونږ د ټولو داړخه به ورته ووایې چې سرنګاپټم ته د شهزاده د نه راتلو په وجه مونږ ټول سرداران غمژن او سرټیټي یو. هغه غلطي چې دهغې له مخې مونږ دسختو مجبوریتونو په اساس شهزاده کریم دموقت وخت له پاره په تخت کیناوه، دهغې په اړه مونږ په لیکلې توګه بښنه غواړو، دخدای لپاره په دې اړه په زړه کي شکونو ته ځاې مه ورکوه .»
« سهي ده سرداره ! مګر هغه بښنلیک…..»
محمدعلي خان میرزا خان خبرې کولو ته پرینښود او ورته یې وویلې:
تاسې ټول به یې په خپلو خپلو لاسونو و لیکئ چې مونږ د شهزاده کریم دتخت دکیناستو په اړه سخته غلطي کړې ده، په دې اړه مونږ لاس په لاس بښنه غواړو. بیا دا ټول بښنلیکونه میرزاخان ته ورکړئ ، میرزا خان به یې له ځانه سره یوسي او شهزاده ته به یې وړاندې کړي …..»
نور بیا……



