
هلمند مرکز لښکرګاه کې د درېیمې حوزې شاوخوا درنده جګړه روانه ده
کابل ټکی کام ۱۰غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له هلمند ولایت څخه یوې خبري منابع کابل ټکي کام ته وویل، چې طالبان د دغه ولایت مرکز ته ننوتلي دي، او د درېیمې حوزې شاوخوا یې درنده جګړه پیل کړې ده.
دغې خبرې سرچینې د مرګ ژوبلې کره شمېره په ګوته نه کړه، خو زیاته یې کړه، چې د طالبانو په پرتله د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه زیاته ده.
طالبانو له تېرو درو ورځو راهیسې د هلمند ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې درنده جګړه پیل کړې ده، چې اوس تر مرکزه رسېدلې ده.
د طالبانو د جګړې لمن چې تر مرکزه ورسېده، ولایتي شورا خبردارۍ ورکړه، که ولایت ته یې تازه دمي سرتیري ونه رسیږي، هلمند به سقوط وکړي.
د هلمند ولایت ډېری برخه د طالبانو په لاس کې ده، او په ډېره کمه ساحه کې یې افغان ځواکونه واکمن دي، چې له کبله یې په دغه ولایت کې طالبان نسبت افغان ځواکونو ته زورور دي.
تراوسه پورې نه دولتي چارواکو او نه هم طالبانو د دغه خبر په اړه څه ویلي دي.
د یادولو ده، هلمند ولایت د هېواد په ټولو ولایتونو کې تر ټولو نا امنه او خطرناک ولایت بلل کیږي، چې هره ورځ پکې جګړه وي، او طالبان پکې پرمختګ کوي.



