
په دې عقل افغانستان نه جوړيږي
ليکوال : عبدالله (خوستوال)
دا مشهوره او حقيقت هم ده چې د افغانستان خاوره يرغلګر نشي نيولی، که يې ونيسي نو له شک پرته ساتلی يې نشي، تاريخ ثابته کړې چې دلته په افغانستان کې تل يرغلګرو ماتې خوړلې، مات سرونه، غوڅې پښې او لاسونه يې ميندو ته ور وړي، او د افغانستان د اشغال ارمان يې په امو لاهو شوی.
اوس چې له پنځلسو کلونو راهيسې افغانستان د يرغلګرو په واک کې دی، دا ځل يرغلګرو له يوه بل تکتيک څخه کار اخيستی، هغه دا چې په افغانستان له روسي يرغل وروسته کومو افغانانو چې غرب ته مخه کړه، اوسنی يرغلګر چې له ډيره وخته (د ځينو په وينا له پنځه پنځوس کلونو راهيسې يې) د افغانستان اشغال ته چمتوالی نيو او خپله خيټه يې په اوبو کې ورته ايښې وه، دوی د افغانانو له همدې مجبوريت څخه ګټه واخيسته او غرب ته د کډه شويو افغانانو ماشومان يا زلميان يې د زده کړو په پلمه په خپلو مکتبونو، ليسو او پوهنتونونو کې داخل کړل.
دا ځل يې يو شمير افغانان په خپل لاس وروزل، د شلمې او يو ويشتمې پيړۍ په پلمه يې نوي عصري علوم ورزده کړل، د آزادي په نام يې د ناولې ديموکراسي (يا دووسي) په چاپريال کې را لوی کړل، د حنزيرانو غوښې يې پرې وخوړې، په ليليه کې يې د مای فرنډ (زما ملګري) په نامه د عيسوي انجونو په بستر کې را لوی کړل، د اوبو پر ځای يې د شرابو خوړل ور وښودل.
لنډه دا د دوی افغانی غيرت او افغانی شيدې يې د يو څه بل څه په خوړلو يا ور زده کولو له منځه يووړل، او له ښې پريمانه بې حيايي، بې غيرتي، بې ناموسي او بې ديني سره يې اموخته کړل.
د اوسني يرغل په پيل کې مونږ وليدل چې افغانستان ته داسې څوک راغلل چې په ټوله افغانی ټولنه کې نه چا پيژندل او نه يې څوک له نومونو سره اشنا وو.
يو کس به د وزير په توګه اعلان شو خو هيچا ته به نه معلوميده چې دا کس د کوم ولايت، د کوم قوم او د کوم کلي اوسيدونکی دی، لکه سپنتا او نور، سپنتا او ديته ورته نور نومونه د افغانستان په ټول تاريخ کې نشته، او نه افغانان د همدې ډول نومونو ايښودو رواج لري.
که څه هم د اوسني يرغل بشپړ ټغر ټول شوی نه ده، خو له شک پرته د يرغلګرو لينګي په ګړبيدو دي، او که خدای کول ډير زر به يې ټغر ټول او ارمانونه به يې خاورې شي.
دا چې په غرب کې لوی شوي او په غرب کې روزل شوي اوس د شمله ورو، باتورو، ننګياليو او تورياليو افغانانو پر ګدۍ ناست دي، د افغانستان د جوړښت او اينده په باره کې تل اوتې بوتې وايي، دوی فکر کوي چې همدا د دوی خبرې به پر افغانانو هغه ډول اغيز وکړي لکه څرنګه چې د غربيانو خبرو پر دوی اغيز کړی.
دوی دې په دې پوه شي چې افغان خرڅيدونکی قوم نه ده، غوليدونکی نه ده، غلامي کوونکی نه ده، ديموکراسي غوښتونکی نه ده، د لوڅې لغړې آزادي غوښتونکی نه ده، په مای فرنډ (زما ملګري) پسې ګرځيدونکی نه ده، بلکې يوازې او يوازې د اسلامي مقرراتو او افغاني اصولو منونکی ده او بس.
او هم دې په دې پوه شي چې د دوی عقلونه او فکرونه ميکروب شوي، پلورل شوي، غلام شوي، مرتد شوي، کوټه شوي، وايرس شوي او ليوني شوي دي.
او هيڅکله نشي کولای چې دا ډول عقلونه او فکرونه د افغانانو مسير وټاکي، د افغانانو تګلاره بدله کړي، د افغانانو افغاني اصول يرغمل کړي او د افغانانو په مينځ کې جرګه او مرکه وکړي، لهذا هيڅ ممکنه نه ده چې په دې عقل دې افغانستان ورغول شي.



