تېره یوه میاشت ولسي جرګې په دوامداره توګه غیرحاضري کړې

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی ۱۰ عبدالهادي همت

نن د دوشنبې په ورځ هم د وکیلانو د غیر حاضرۍ له وجې تالار خالي و او محدود شمېر وکیلانو د برېښنا په بیو کې د پنځه ویشت سلنه زیاتوالي په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د ولسي جرګې رییس یوه اختصاصي کمېسیون ته دنده وسپارله، چې په دې موضوع له برېښنا شرکت څخه توضیحات وغواړي.

په داسې حال کې چې هېواد دا مهال په حساس وضعیت کې قرار لري او د ولس له ادرسه وکیلان تر دولته د خلکو د ستونزو د رسولو مسوولیت لري، خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د وکیلانو د دوامداره غیر حاضرۍ له وجې تالار خالي وي او محدود شمېر وکیلان هم پر سطحي موضوعاتو بحثونه کوي.

په همدې حال کې یو شمېر وکیلانو د دولتي چارواکو له لوري د خلکو پرمخ د لویو لارو پر تړولو غوسه کړي وو. په داسې حال کې،چې د ملي شورا د ودانۍ ترڅنګ نن ولسمشر، اجراییه رییس او یو شمېر نور چارواکي ددې ودانۍ د پرانستو مراسمو ته ورغلي و او ټولې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک شکایت کوي، چې ډېری وکیلان پخپلو شخصي کارونو پسې ورک وي او له وکالته د شخصي امتیازاتو د ترلاسه کولو استفاده کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button