
قومي مشران: ننګرهار کې امریکايي الوتکې داعش ضد طالب قومندانان په نښه کوي
کابل ټکی کام ۱۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار قومي مشرانو یو داسې حقیقت په ډاګه کړی دی، چې د دې وروستیو ټولو ډرون بریدونو څخه پرده پورته کوي.
د ننګرهار قومي مشرانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د یوې کتنې پر مهال د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د هوايي بریدونو له زیاتوالي څخه شکایت کړى.
دغه قومي مشران چې ښاغلي حامد کرزي ته د شکایت په موخه ورغلي وو، له نوموړي څخه غوښتنه کړې، تر څو د امریکایي ځواکونو د هوايي بریدونو مخه ونیسي، او په دې برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.
دوی د خپلو خبرو پر مهال ښاغلي حامد کرزي ته روښانه کړه، چې امریکایي ځواکونه په هوايي بریدونو کې داعش ضد طالب قومندانان په نښه کوي.
دوی د بېلګې په توګه پیر صاحب قمرالدین یاد کړ، چې په ننګرهار ولایت کې یې د داعش پر خلاف مبارزه کوله، په یوه امریکایي هوايي برید کې په نښه شو، او له منځه ولاړو.
ښاغلي حامد کرزي د دوی د شکایتونو له اورېدو وروسته په دې اړه سخته خواشیني څرګنده کړه، او زیاته یې کړه، چې د دغې ستونزې د حل لپاره به له هېڅ کومې لارې په کار اچولو څخه ډډه ونه کړي.
د سیاسي چارو کارپوهانو ډېر مخکې ویلي وو، کله چې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ جګړه زور واخلي، او طالبان پرمختګ وکړي، سمدلاسه امریکایي الوتکې راشي، پر داعش نه، بلکې پر طالبانو بریدونه وکړي، چې دا پر دې خبره ښکاره دلیل دی، چې امریکا، اسرائیل او برتانیه د داعش ډلې ملاتړي دي.
د یادولو ده، څه موده وړاندې په پکتیکا کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ جګړه وشوه، چې د جګړې پر مهال امریکایي الوتکې راغلې، او طالبان یې بمبارد کړل، چې یو شمېر طالبان یې له منځه یووړل.



