د سعودي عربستان او یمن د پولې تر منځ د سعودي دوه افسران وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۰۴میزان
راپور: احمدالله مهاجر
د سعودي خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د استازي له قوله وايي چې د سعودي عربستان او یمن د پولې ترمنځ د الحارة په سیمه کې د پولې پر ساتونکو د ګزمې په وخت د سړک د غاړې ماین وچاودېد، پوځیانو د خپل وېجاړ شوي ټانګ خپل مرکز ته د وړلو لپاره نور فوځیان راوغوښتل، د نویو فوځیانو د رارسیدو سره سم د یمن پوځيانو پرې ناتاره ډزې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې چې د پېښې په نتیجه کې د یادې سیمې قمندان ډګروال حسن ګاشوم اکیلي او د ده مرستیال عبدالرحمن محمد آل جزار ووژل شول، او ۴تنه نور پوځيان ټپیان دي.
سعودي عربستان له هوایي ځواکونو  سره د بحرین، کویټ عربي متحده اماراتو او د قطر په ملاتړ په ۲۶ د مارچ د «پرېکنده توپان» په نامه د انصارالله د یاغیانو پر خلاف په یمن کې عملیات پیل کړل، چې په یمن کې یې ډېری سیمې تر ولکې لاندې راوستې.
د سعودي عربستان د عملیاتو موخه؛ د حوثي او د علي عبدالله صالح پلویان له قدرت لرې کول، او ولسمشر هادي واک رسول دي چې له دې کبله حوثیان د سعودي عربستان د پولې پر ساتونکو دوامداره حملې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button