ننګرهار کې د پارلمان پر يوه وکيل چاودنې نوموړی ژوبل کړی دی

كابل ټکی کام ۰۴میزان/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

په پارلمان کې د ننګرهار د خلکو پر استازي انجنير غفار نن په جلال آباد کې په شوي بريد کې نوموړی له خپلو ۴ ساتونکو سره ټپي شوی دی.

د ننګرهار د ولايتي شوری يوه غړي ذبيح الله زمري رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې نن سهار د جلال اباد ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند په تورخم اډه کې د انجنير غفار پر موټر د سړک د غاړې ماين وچاود.

د زمري په وینا په چاودنه کې انجنير غفار خپله يوه پښه له لاسه ورکړې ده او څلور نور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

پوليسو تر دې دمه د پېښې په اړه څوک نه دي نيولي او نه هم د پېښې پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه اخيستې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button