د لندن ښار سویلي مورډن سیمه کې یوه جومات اور اخیستی
کابل ټکی کام ۰۵میزان/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د لندن د اور وژنې ادارې د ویاند له قوله د لندن ښار سویلي مورډن سیمه کې یوه جومات اور اخیستی دی.
د اور له بلېدو سره سم د جومات دفتر سوځېدلی، خو جومات ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ویاند وايي چې ۱۰موټر او ۷۰تنه اور وژونکي سیمې ته ورغلي او د بیت الفتوح جومات اور یې له منځه وړی دی.

د اور وژنې ادارې ویاند زیاتوي چې اور د جومات په لومړي پوړ کې بل شوی دی چې وروسته بل پوړ ته اور ورسید.
د اور د لګېدو د لامل او په همدې وخت کې په جومات کې د خلکو د شتون په اړه هېڅ مالومات نشته.
د یادونې وړ ده چې دغه جومات د احمدیه طریقې د پلویانو له لورې جوړ شوی وو چې په لويدیځه اروپا کې تر ټولو لوی جومات بلل کېده.
ویل کیږي چې تر ۱۰۰۰۰تنو پورې لمونځ کوونکي پدې جومات کې ځایېږي، او په ۲۰۰۳م کال کې د دغه جومات ودانیزي چارې بشپړې شوې، چې ټول ټال پرې ۵،۵ میلیون پاونډه لګښت راغلی دی.



