تازه خبر: طالبانو د موسی کلا د مرکز په شمول ټولې سيمې بېرته له افغان ځواکونو ونیولې

کابل ټکی کام ۰۵میزان/۱۳۹۴
راپور: حماس افغان
څو ورځې وړاندې افغان ځواکونو د بهرنیو عسکرو په مرسته د موسی کلا ولسوالي مرکزي سیمې د یوه پراخ تعرض برید په نتیجه کې له طالبانونیولې وې.
خو له هلمند ولایت څخه یوې معتبرې سرچينې ويلي دي، چې د موسی کلا ولسوالۍ مرکز او اړوند ټولې سیمې له افغان ځواکونو څخه طالبانو بېرته ونیولې، اوس مهال د موسی کلا بازار کې طالبانو ګزمې پیل کړي دي.
خبر ځای زیاتوي نن له غرمې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ چې د یادې ولسوالۍ ټولې اړوندې سیمې یې بېرته له افغان ځواکونو ونیولې، او د مرکز کنټرول یې ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده چې تراوسه دواړو خواو د تلفاتو اندازه نه ده معلومه شوې او نه افغان امنیتي مسئولینو په دغه اړه رسنیو ته څه ويلي دي.



