امریکا په فرانسه کې د ترهګریزو بریدونو خبرداری ورکړی دی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۲ عبدالهادي همت
امریکا د اروپايي ملتونو جام په سیالۍ کې د ترهرګریزو بریدونو خبرداری ورکړ دی.
د امریکا د بهرنیو چار وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښايي ترهګر د اروپايي ملتونو جام په سیالیو کې بریدونه وکړي.
ټاکل شوې ده، چې یادې سیالۍ راتلونکې میاشت کې پیل شي، د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به تر یوې میاشتې په فرانسه کې دوام وکړي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په فرانسه کې د تیر کال د بریدونو له امله اوس هم په لویو لوبو او محفلونو کې اضطراري حالت وي او تر سختو امنیتو شرایطو لاندې تر سره کېږي.
د فرانسې امنیتي چارواکو ویلي، چې د شته ګواښونو په اړه یې اړین تدابیر نېولي دي. داعش ډلې هم ګواښ کړی دی چې د روژې میاشتې په اوږدو کې به په ډيری غربي هېوادونو کې درانه بریدونه وکړي.



