د ننګرهارــ پیښور اورګاډي پټلۍ جوړونې د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۲ عبدالهادي همت
په ننګرهار ولایت کې د ننګرهارـ پېښور اورګاډې پټلۍ اقتصادي او تخنیکي سروې او ډیزاین چارې له جلال اباد ښار څخه په رسمي ډول پیل شوې .
د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ د ډیزاین او سروې مسؤل انجینر میرویس غفوري د دغه چاروله پیل څخه وړاندې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ولیدل .
نوموړي زیاته کړه،د اورګاډې د پټلۍ اقتصادي او تخنیکي سروې او ډیزاین چارې به د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار، بهسود، رودات، بټي کوټ، غني خیل او مومندرې ولسوالۍ اړوند سیمو کې د دوو ورځو په ترڅ کې ترسره شي .
د معلوماتو له مخې د ننګرهار ـ پېښور د اورګاډې دغه پټلۍ به ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی ولري،چې د پاکستان هېواد له لورې په وړ یا ډول د عمر منشي په نوم پاکستاني شرکت له لورې جوړیږي .
د ټولګټو چارو وزارت دغه استازی ډاډ ورکوي،چې د پروژې له چارو څخه به یې اداره په بشپړ ډول څارنه وکړي .
د عمر منشي په نوم د یاد پاکستاني شرکت مسؤل وویل: که د مسؤلو انجينرانو له لورې یې د سروې او ډيزاين چارې ژر پای ته ورسیږي، نو دوی به د اورګاډې پټلۍ جوړولو عملي چارې پیل کړي .
ننګرهار والي سليم خان کندوزي د ولایت مقام سکتوري او تخنيکي رييس ته لارښوونه وکړه، چې د ياد شرکت مسولينو ته د سروې او ډيزاين زمينه برابره کړي.
نوموړي ژمنه وکړه،چې په ټولو چارو کې به ولایت مقام هر ډول همکاري ترسره کړي خو ژره تر ژره یې د پټلۍ د عملي چارو د پیل کولو غوښتنه وکړه .
د یادونې وړ ده چې څه وخت مخکې د ګمرک رييس احسان الله کاموال په دې اړه رسنیو ته ویلي وو، چې د غازي امان الله خان ښار ګوټي ته مخامخ په یونیم زر جریبه ځمکه کې د ننګرهار د ګمرک لپاره ودانۍ او د ریل ګاډي سټيشن جوړ کړي چې په زر جریبه ځمکه کې به ګمرکات او په پینځه سوه جریبه ځمکه کې به ریل سټيشن جوړیږي او هغه مالونه،چې له شمالي څخه راځي او یا له تورخم نه راځي، دلته به تبادله کیږي. نوموړي وویل، چې دغه ځمکه يي د کرهنې له وزارت نه اخیستې او دوی خپل لومړني کارونه پيل کړي دي.
د کاموال په خبره ددې پروژې لپاره نړیوال بانک شل میلیونه ډالره ځانګړي دي.



