سروردانش: په اعدام محکوم بندیان به په عمر قید محکوم شي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۳ عبدالهادي همت

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو او د اروپايي اتحادیې په کلنۍ غونډه کې وویل: د هیواد د جزا قانون کې به بدلون راولي او په اعدام محکوم بندیان به په عمر قید محکوم شي.

نوموړي وویل، چې د افغانستان حکومت د بشري حقونو زیات درناوی کوي نو ځکه یې د اعدام سزا د محدودولو پرېکړه کړې.

په غونډه کې د افغانستان په چارو کې د اروپايي اتحادیې خاص استازي فرانز مایکل ملیبن وویل، په افغانستان کې د اعدام د حکم تطبیق او د بشري حقونو وضعیت د اروپايي اتحادیې لپاره د اندېښنې وړ ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د جزا په قانون کې دا ډول بدلون وروسته له هغه کیږي چې څو ورځې وړاندې طالبانو د بشري حقونو پر نړیوالو ادارو ږغ وکړ، چې د افغانستان د حکومت له لوري د طالب بندیانو د اعدامولو په مسله کې مداخله وکړي او اجازه ورنه کړي چې د اعدام حکم عملي کړي، نو د بخښنې نړیوالې ټولنې یا ایمنسټي انټرنشنل د افغانستان له ولسمشره په کلکه وغوښتل چې پر اعدام د محکوم شویو طالب بندیانو حکم لاسلیک نه کړي او زیاته یې کړه، چې اعدام د تروریزم د مخنیوي لار نه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button