طالبانو خپله کړې وعده رشتیا کړه، او د خپلو وروڼو پوره انتقام يې واخیست

بدرمنصور

طالبانو تیره میاشت د خپلو پنځو ملګرو، او یوه ملکي سړي چې د کابل غلامي ادارې اعدام کړل د انتقام په موخه وعده او وړاندوینه وکړه چې د مؤمنو افغانانو انتقام به ژر تر ژره واخلي، هغه مهال د ګوډاګۍ ادارې ځیني کسان ډاډه وه چې طالبان هیڅ نه شي کوی، او دا د انتقام خبره یوه تبلیغاتي اوازه ده.

خو موږ عملًا ولیدل چې طالبانو په یوه میاشت کي درې ځله یوازي د قاضیانو، او څارنوالانو څخه انتقام واخیست، لومړی يې په یوه غلچکي برید کي په کابل کي قاضي القضات وواژه، دویم يې د دمیدان وردګ ولایت د قاضیانو پر موټر استشهادي برید تر سره کړ لس کسان يې ووژل، دریم يې په غزني کي پرونی استشهادي وو، چې نه کسان یې ووژل، یوازي د قاضیانو، او څارنوالانو شمیر شلو کسانو ته رسېږي چې طالبانو د خپلو شپږو ملګرو د انتقام په موخه ووژل، هغه نور جګړییز عملیات خو د شمېر نه دي چې طالبانو په دې ورستیو کي د خپلو شهیدانو د انتقام په موخه تر سره کړل.

خو بالمقابل موږ ګورو چې ګوډاګیان د خپلو ملګرو سره سخت بې وفا دي، په بې دریغه، او ډېرو وژنو يې هیڅ باک نه کوي، مړي يې د ډېر وخت تیرولو ورسته د چنجیانو خوراک شي خو حکومت خبر هم نه وي، چې دا د طالبانو د ښې هماهنګۍ، او ښې راتلونکي زېری ورکوي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button