روسیه بیا په افغانستان کې د سولې په تکل کې ده

سرلیکنه
په تېر ۲۰۱۵ میلادي کال کې روسېې په افغانستان کې د سولې دهڅو څخه خپل پوره ملاتړ څه په مستقیم او څه په غیرمستقیم ډول سره اعلان کړی و، خو امریکا په تمامه مانا په افغانستان کې د سولې لپاره د زمینه سازۍ فضا له منځه وړې ده. په تیرو درې کلونو کې په پوره باور د سولې لپاره زمینه برابره شوه خو کله به چې مذاکرات اخري او د کامیابۍ پړاو ته نږدې شول یوه ستونزه به ېې رامنځ ته کړه او د سولې مذاکرات به ېې تس نس کړل .
د امریکا پر دې دسیسو یو شمیر افغانان پوه دي او یو شمیر سره د پوهې ځانونه نا خبره ښيي.
دا افغانان چې ځانونه د امریکا په دسیسو ناخبره ښيي، هغوی د امریکايي او بهرنیو پوځیانو په شتون کې خپل ارام او هوسی ژوند ګوري، له بلې خوا یو شمیر د افغانستان او منځنۍ اسیا د سیاسي چارو کتونکي په دې باوردي، چې د افغانستان په مسئله کې ګاونډي هیوادونه هم پوره صداقت نه څرګندوي.
د همدې نیوکو په ځوا ب او یو شمیر نورو لاملونو له ویرې، چې روسیه ېې په څرګند ډول په افغانستان کې نا امني او د جګړو دوام د خپل هېواد لپاره جدي خطربولي واېې، د افغانستان په مسئله کې ېې د مخه او اوس هم په پوره صداقت سره د سولې هڅې کړی دي، خو د افغانستان مسئله اوس یواځې د افغانستا ن د ولس او چارواکو په واک کې نه ده پاتې، دا اوس یوه نړیواله موضوع شوې او په نړیوالو هڅو ېې کامیابي ترلاسه کیدای شي.
د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ولادیمیرپوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسيې مشهورې ورځپاڼې ایزویستیا سره په مرکه کې ویلي، چې په خپلو هڅو ېې د افغانستان د سولې مسئله د کامیابۍ درشل ته نږدې کړې وه، خو امریکا چې په افغانستان کې د سولې پر خلاف هر اړخیزې هڅې کوي، د تیر په څیرېې د ملااخترمحمد منصور په وژنه د سولې څرک هم له منځه یوړ.
ضمیرکابلوف ویلي، چې د طالبانو وژل شوی مشر ملامنصور که د جګړی تجربه کار مشر و، خو د سولې په اړه ترې هم هیله کیده او په دې وروستیوکې داسې ښکاریده، چې په افغانستان کې به جګړې سولې ته ځای ورکړی وای .
د کابلوف په نظر د طالبانو نوی مشر مولوي هیبت الله په طالبانو کې د مشر تابه وړ سړی دی، خو نظامي سړی نه دی. که د ګاونډیو، سمیې او نړیوالو هېوادونو په پوره همکارۍ سره د افغانستان د سولې په اړه کار وشي په افغانستان کې سوله شونې ده .
بلخوا د روسيې د سیمه ییزو چارو د انستیتیوت رئیس دیمتري ژورالوف هم د خپل نظر په څرګندولو سره ویلي، چې د طالبانو نوی مشر طالبانو ته د منلو وړ سړی دی، خو د جګړې په اړه د طالبانو د دریځ بدلیدونکی نه ښکاري، ځکه چې د طالبانو د جګړي قوماندانان همغه قوماندانان دي کوم چې د ملامحمدعمر او ملامنصور په وخت کې ټاکل شوي دي، خو بیا هم د افغانستان د مسئلې د حل په اړه چوپ کیناستل ندي پکار.
په افغانستان کې نا امني یواځې د روسېې او نورو ګاوانډیو هیوادونو لپاره نه بلکه د منځنۍ اسیا او نورې نړۍ لپاره هم په تاوان تمامیږي، څومره چې د افغانستان د مسئلې د حل په اړه ګړندي ګامونه واخستل شي هومره به ېې خپله افغان ولس، ګاونډیانو او د سیمې نورو هیوادونه ته ګټه ورسیږي.



