طالبان: د هلمند په  باباجي کې د اردو عسکر له ۱ کنډک، ۱ماموریت او۹ پوستو تښتيدلي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۳ عبدالهادي همت

طالبانو رسنیو ته په رالیګل شوی خبر پاڼه کې ویلي: د هلمند باباجي چې د لشکرګاه په څلورمې حوزې  پورې اړوند سیمه ده، د اردو عسکر له یوه کنډک، یو ماموریت او ۹ پوستو تښتيدلي دي.

طالبانو ویلي : ددې پوستو اوکنډک په تخلیه کیدو سره طالبان نور هم د لشکرګاه ښار ته نږدې شوي دي. د هلمند په ولایت کې له جګړې وروستي راپورونه وايي، چې طالبان په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال له داسې پرمختللو وسلو کار اخلي، چې په سیمه کې يې سارې نه لیدل کیږي.

د امریکايي جېنس خبري  ویبپاڼې د راپور له مخې، طالبانو په هلمند کې خپل غړي پر بېلابېلو ډلګېو وېشلي، چې د هرې یوې غړي په ځانګړو پرمختللو وسلو سنبال دي.  سرچینې د سیمه ییزو چارواکو له خولې لیکلي، چې طالب جنګیالي په دغه ولایت کې د جګړې پر مهال سنیپر هم کاروي، چې د افغان ځواکونو پرمختګ یې له خنډ سره مخ کړی دی، چې افغان ځواکونه هره ورځ طالبانوته غټ مرکزونه او قرارګاوې ورپرېږدي اوپښې سپکوي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button