دفاع وزارت: پکتیکا ولایت کې مو ګڼو طالب ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۳ عبدالهادي همت
د افغانستان دفاع وزارت وايي په ګډو تعروضي او تهاجمي عملیاتو کې چې دهېواد په مختلفو ولایتونو کې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي او هوایي قوتونو په مرسته ترسره شول، د پکتیکا ولایت د زیړوک او ګیان ولسوالیو په اړوندو سیمو کې ۴۸ تنه وسله وال د یو تن قوماندان ملاحنظله په ګډون وژل شوي ، ۳۶ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي. او په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې د ګڼ شمېر طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.
د دفاع وزارت وايي په یاد شویو عملیاتو کې د اردو ۱۶ تنه سرتیری هم وژل شوي دي.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې تیره ورځ مازدیګر مهال د پکتیکاولایت زیړوک ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ، کمپاین او شاوخوا دفاعي پوستو د اسلامي امارت مجاهدینو د سپکو اودرنووسلوپه وسیله کارنده بریدونه پیل کړل،چې زیړوک کې یې ۲ پوستې فتحه کړي، ۴ ټانګونه، ۱ رینجر ویجاړ، ۴۲ تنه عسکر، پولیس او اربکیانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده . په خبرکې ویل شوي کومه کومکي قوه چې یادو پوستو ته د کومک په موخه پر لاره وه پرمختګ ته نه ده پریښودل شوې او په یاده سیمه کې دمجاهدینو ترمحاصرې لاندي ده. طالب ویاند په دغو عملیاتو کې د خپل ۱ ملګري د وژل کېدو او د ۵ نورو د ژوبل کېدو خبر هم ورکړی دی .



