په صومالیه کې سرتیری برید شوی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۳ عبدالهادي همت
د صومالي په پلازمینه موغادیشو کې د یو هوټل مخې ته درنه چاودنه شوی، چې د چاودنې په پایله کې ددې هېواد د ولسي جرګې ۲ غړو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې لومړی یو تن سرتېری برید کوونکی د هوټل په مخکې د چاودیدونکو توکو بار موټر ته چاودنه ورکړه، چې وروسته نورو برید کوونکو په امنیتي ځواکونو برید وکړ او نښته پيل شوه.
د صومالیې امنیتي چارواکو هم تائید کړې چې په دې برید کې د سومالي د ولسي جرګې دوو تنو وکیلانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی .
د برید مسولیت د القاعدې پورې تړلی الشباب ډلې پر غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې ددوی ملګرو د ولسي جرګې غړي په نښه او برید یې پرې وکړ، چې د ولسي جرګې غړو سربیره په لسګونو امنیتي کسان هم په کې ووژل شول.



