کلېولنډ وايي، افغان ځواکونه به په راتلونکې میاشتو کې له سختو جګړو سره مخ شي

کابل ټکی کام فریداحمد
د ناټو د غوڅ ملاتړ مرستیال چارلس ایچ کلېولنډ وايي راتلونکې میاشتې به د افغان ځواکونو لپاره خونړۍ میاشتې وي او دوی به د طالبانو له لوري د سختو جنګونو سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړې ده چې افغان ځواکونه په احتیاط خو دوامداره پرمختګ کوي، خو د راتلونکې میاشتې د سختو خونړیو جګړو څخه یې خبردارۍ هم ورکړی دی، چې ورسره مخ به شي.
د تلفوني شبکو له لاري په کنفرانس کې نوموړي خبردارۍ ورکړی چې تراوسه د طالبانو د جګړو سر ده، سختې جګړې لا مخې ته پرتې دي.
دی وايي چې افغان ځواکونه د تېر کال په نسبت سره پیاوړي شوي دي، خو سږ کال دې د طالبانو د سختو خونړیو جګړو لپاره ځانونه اماده کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button