عمر ځواک: دهلمند  د امنیت  امر  په  چاودنه کې ټپي شوی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۳ عبدالهادي همت

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته وويل، چې په دې پېښه کې درې نور پوليس هم ټپیان شوي دي.

مل پاسوال جیلاني خروټی د لښکرګاه – مارجې ترمنځ د لويې لاري د خلاصون په عملیاتو بوخت وو چې نن څه باندې لس بجې يې موټر د سړک د غاړې پر ماین وربرابر شو او د نوموړي په ګډون څلور پولیس په کې ټپیان شول.

مل پاسوال جیلاني خروټی تازه د هلمند د امنیت د امر په توګه ټاکل شوی وو

 

طالبانو له نږدې یوې اونۍ راهیسې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو عملیات پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې  له څو ورځو راهیسې هلمند د سختو جګړو شاهد دی او نوموړی   د امنیت امر  تر ټولو لوړ پوړی نظامي منصبدار دی، چې د هلمند په تازه جګړو کې ټپي شوی دی .

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې، طالبانو د کندز ولایت د جګړو په څیر په هلمند ولایت کې هم په یو وار په څو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په مرکزونو عملیات  شروع کړي او ده دا هم ومنله چې ((په هلمند کې جګړه سخته ده)).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button