د امریکا په یو پوهنتون کې ډزې شوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۳ عبدالهادي همت
تیره ورځ د امریکا د کلیفورنیا د اوکلینډ په نوم یو شخصي پوهنتون کې ډزې شوي، چې د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي دي او درې نور ټپیان دي.
د امریکې د کلیفورنیا د ایالت د اوکلینډ د پولیسو مشر هاروډ جورډن وویل ،چې پېښه د پوهنتون په انګړ کې را منځته شوی ، اوس مهال پوهنتون رخصت دی او د عاملینو په اړه پلټنې پيل شوي دي.
د جورډن په وینا پوليس ډير زر سيمې ته رسيدلي او د پلټنې په موخه پوهنتون تړل شوی دی او زیاته يې کړه چې وژل شوي کسان محصلین دي.
د یادونې وړ ده چې په امریکا کې دا ډول پېښې ډېرې شوي په کومو کې چې محصلین په نښه کیږي.



