په فاریاب کې یو ملکي روغتون د امریکایانو لخوا بمبارشو

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۳ عبدالهادي همت

نن غرمه مهال د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ تیز ناو سیمه کې د (وطن تشخصیه کلینیک) په نامه هغه روغتون چې د سیمې د اوسیدونکيو لپاره يي روغتیايي خدمات وړاندې کول، د امریکايي الوتکو لخوا بمبار کړل شو،ګڼ ډاکټران او مریضان شهیدان او ټپیان دي

د راپورونو له مخې په دغه روغتون (وطن تشخصیه کلینیک) کې لسګونه ډاکټران او مریضان، چې تر درملنې لاندې وو شهیدان او ټپيان شوي او ټول روغتون ویجاړ شوی دی .

د حاجي مناف په نوم یو تن له سیمې څخه رسنیو ته د تیلفون پر لیکه وویل:  برید غرمه مهال په داسې وخت کې وشو، چې زیات شمېر ملکي وګړي د درملنې په موخه هلته موجود وو.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په دې اړه په یوه خپره شوې اعلامیه کې لیکلي:

هیواد کې پر روغتون او ملکي تأسیساتو د امریکایانو بمبار په تر ټولو کلکو ټکو غندي او دا یو جنګي جنایت بولي ((روغتونونه د عامه خلکو د خدمت لپاره دي، چې یواځې او یواځې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، هيڅ پوځي توجیه نه لري، دا ډول ځایونه بمبارول او په دې توګه ملکي خلک وژل د بشریت ضد عمل او ښکاره بشرضد جنایت دی. امریکايي وحشي اشغالګرو عسکرو له دې پخواهم په کندز، میدان وردګو او ګڼو نورو سیمو کې روغتونونه او کلینیکونه لومړی بمبار کړي او بیا يي خپل جرم د سهوې عمل بللی)).

د امریکایانو په دا ډول کړنو متأسفانه د بشر حقوقو  دعوه کوونکي ټولنې، په ظاهره بې پرې سازمانونه او نړیوالې ادارې چوپه خوله پاتې شوي دي. د یادو ټولنو چوپتیاو معنا داره دريځ غوره کول پخپله امریکايي وحشیانوته د جنایاتو د تکرار جرئت ورکوي او په ډيره ښکاره توګه داسې، غیر نظامي اهداف او بې پرې صحي مراکز، چې د عامو خلکو لپاره د صحت په برخه کې خدمات وړاندې کوي بمبار کوي.

حکومتي  چارواکو تر اوسه په دغه روغتون د بمبار په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button