بېړنی خبر: طالبان د کندز ښار ته ننوتل

نن سهار طالبانو د کندز په ښار له څلورو خواوو بریدونه پيل کړل.
ویل کېږي چې د ښار ډېرې برخې طالبانو نیولي دي او د هوايي میدان په لورې یې خپل تعرضي بریدونه پیل کړي دي.
پدې بې ساري برید کې په ټانګونو او توپونو سمبال طالبان د سپينو بیرغونو او د الله اکبر په نارو سره د کندز په ښار وردننه شول.
په برید کې د طالبانو خاص روزل شوي فوځ چې دوی ورته خاصه قطعه وايي هم برخه لري.
په یوه ناتائید شوي خبر کې راغلي چې د کندز ولایت والي او امنیه قمندان کابل ته د هلیکاپټر په واسطه سره رسیدلی دی.
نور جزیات وروسته

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button