د عراق په الانبار کې له ۳۰ ډېرو عراقي پوځيانو او شيعه ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل ټکی کام ۰۶میزان/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د عراق پوځي سرچينو ويلي دي، چې د فلوجې ختيځ لور ته په الانبار ايالت کې په اردني روغتون کې د يوه سرتېري بريد له کبله لږ تر لږه ۱۴ عراقي پوځيان او شيعه ملېشې وژل شوي دي او ۱۸ نور ټپيان دي.

له سيمې څخه خبري سرچينو ويلي دي چې داعش جنګيالو تېره ورځ سهار وختي پر «اردني روغتون» خونړي بريدونه پيل کړل، دغه روغتون د عراقي پوځ له يوه بېس سره جوخت پروت دی او اوسمهال ترې عراقی پوځ او شيعه ملېشې د پوځي مرکز کار اخلي.

سرچينې زياتوي، چې بريد د يوه سرتېري بريدګر له چاودنې سره پیل شو او وروسته داعش جنګيالو په ياده سيمه د هاوان او توپونو درندې ډزې وکړې.

د عراق پوځ په دغو بريدونو کې د خپلو ۱۴ جنګيالو مرګ او ۱۸ نورو ژوبله تاييد کړې ده.

په خپله داعش ډلې تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button