
کابل کې د تېلو بیې راټیټې شوي دي
کابل ټکی کام ۱۳غبرګولي/۱۳۹۵، انصار
نن ورځ د تیرې اونۍ په پر تله به کابل کې د تېلو بیې راټیټې شوي دي، چې د کابل ښاریانو په پوره خوښۍ سره د اړتیا څخه زیات تېل را ونیول.
د کابل ښار کې د یوې خوا د کورونو د کرایو لوړتیا او له بلې خوا د سون او خوراکي موادو د بیو لوړوالی، د ښاریانو ژوند د ستونزو سره مخ کړی دی.
په راپور کې ویل شوي دي، چې د تېر وخت په پرتله نن په کابل کې د روسي سرو زرو بیه هم راټیټه شوې وه، چې کېدای شي، دا د روسي چارواکو د افغانستان سره د غیرمستقیمې همکارۍ یوه برخه وي.
د یادونې وړ ده، چې روسې چارواکو د افغانستان سره تېرکال د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې وه.



