
په مدیتراني کې لویه کښتۍ چې څه باندې ۷۰۰ کډوال پکې سپاره ول په سمندر کې ډوبه شوه
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۴ عبدالهادي همت
پیښه د کریت جزیرې د کالون لیمینون په سواحلو کې رامنځته شوې. د کریت د جزیرې سمندري ځواکونو د سمندر په منځ کې د کډوالو د کښتي د ډوبیدو د خبر د ترلاسه کولو نه وروسته سیمې ته د ژغورنې ډلې استولي، چې د ژغورنې په عملیاتو کې چورلکو هم ګډون کړی دی .
د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل شوي دي چې څه باندې ۷۰۰ تنو پکې کښتۍ سفر کولو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ژغورنې ډلو تر اوسه پورې ۲۵۰ تنه کډوال ژغورلي دي او څه باندې ۴۵۰ تنه کډوال لادرکه دي.
د کریت د جزیرې د سمندري ځواکونو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې کالون لیمینون په سواحلو کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو خبر ترلاسه کړ چې سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې . هغه وویل چې ډوبې شوې کښتۍ ۲۵ متره اوږدوالی درلود چې په سلګونو تنه کډوال پکې سپاره ول.
ویاند ویلي دي چې کډوال د افریقايي هیوادونو وګړي دي چې ایټالیا ته يي د تلو هڅه کوله.



