
د کمونستانو پاتې شوني دمجاهد ملت په مقابل کې دغربي ښکیلاکګرو دساړه جنګ یوه بله پروژه
عزیر اسدخیل
د مجاهد ولس په قوي مټ د کمونست رژیم له نسکوریدو نه پس د دغه منحوس فکر لرونکي ګوند (خلق او پرچم) د مجاهدینو د عامې بخښنې نه په استفادې سره ډیرې کرغیړنې څیرې پاتې شوې. د دغو بقایاو له جملې نه یو هم تورن جنرال طاقت دی، چې وخت نا وخت د ځینو تلویزیوني شبکو له لارې خپله کرغیړنه څیره د افغانستان مجاهد ولس ته د غربي لاسپوڅو په مشوره او حکم په ډیر قباحت سره څرګندوي، څو د افغانستان پر مجاهد ملت ملنډې ووهي، د اسلام د مقدساتو او شعایرو سپکاوي وکړي او له دې لارې د مجاهد او شهید روزونکي ملت عامه ذهنیت مغشوش او بې لارې کړي، چې دا په اصل کې د غربي ښکیلاکګرو د سوړ جنګ له پروژو څخه ده، چې د اسلام پر وړاندې یې پر لاره اچولې ده ترڅو د دغه شجاع ملت په زخمونو مالګې ودوړوي.
له بله اړخه جنرال طاقت او د ده په څیر نورو کمونستو پاتې شونې په دې وسیلې سره د خپلو اولادونو نفقه تضمینوي.
جنرال طاقت د خلکو په مینځ کې د ډیر یو سپین سترګي کرکټر په حیث شهرت لري، په دې معنی چې هرې پوښتنې ته پرته له فلتر کولو په ډیرې سپین سترګۍ سره ځواب وایي، نه د مجلس د ادابو په رعایت پوهیږي، نه د مشرانو احترام ته قایل دی، نه افغاني غرور په رسمیت پیژني، نه هم د اسلام او مسلمانانو سپکاوی ورته د چایو يو غړپ ښکاري، نه هم د افغانستان د عظیم مسلمان او مجاهد ملت د حیرانوونکو سرښندنو احترام ساتي، نه د خدای او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اوامرو او احکامو ته ژمن دی او نه ورته پروا او اعتنا کوي، بس یواځې او یواځې د خپلو شرقي او غربي بادارانو د خوشحالولو لپاره د حیواناتو په څیر شخوند وهي.
که ووایو چې جنرال طاقت په دې نه ارزي، چې دلته او هلته پرې څوک تبصره وکړي او د لوستونکو وخت پرې ضایع کړل شي، مبالغه به مو نه وي کړي، خو برعکس په تبصرې کولو سره به یواځې جنرال طاقت پرې خوشحالي محسوسه کړي، چې ګوندې دی هم د دې وړ وګرځېد، چې څوک یې پر ویناو تبصرې هم کوي.
د لته له تبصرې کولو نه اساسي موخه دوه مهمو اړخونو ته اشاره ده، چې باید باشعوره خلک ورته متوجه واوسي:
لومړی د جهادي رهبرانو پخوانيواختلافاتو، خپلمنځي جګړو، له جهاد او اسلام نه په تدریجي ډول انحراف او بالاخره د نړۍ تر ټولو ستراسلام دښمنه ځواکونو په غیږو کې پریوتل او دا د جنرال طاقت په څیر خلک دي.
دوهم په افغانستان کې د عامه ذهنیت د بې لارې کولو په موخه د غربي استعمار د مختلف النوع پروژو په لاره اچول، په دې لاره کې د افغانستان د مختلفو ګوندونو، اقشارو او ډلو ټپلو نه کار اخیستل، او د افغانستان د خلکو او مجاهد ملت په مقابل کې د یوه سوړ جنګ پر مخ بیول.
نو ځکه د افغانستان مجاهد او اسلام ته متعهد ملت بچیانو ته مو توصیه ده، چې باید دې دوه خطرناکو معاملو ته دقیقاًپه هر وخت کې متوجه وي او پر مخنیوي کې یې د دې ملت هر وګړی د خپل وس او توان سره سم خپل مسؤلیت ادا کړي.
لومړی دا چې د مجاهدو پرګنو او متعهدو مسلمانانو تر منځ د تفاهم، ورورولۍ، روغې جوړي، روادارۍ، مینې او محبت پیغامونه ولیږدوي او د مسلمانو رقیبو ډلو ټپلو تر مینځ د یو بین المسلمین تفاهم ته کار وکړي، تر څو د دغو منحوسو څیرو د مطرح کیدو په کلکه مخنیوی وکړای شي او هغه خوبونه پرې حرام کړي، چې یو ځل بیا د قدرت د نیولو لپاره يې لري.
دوهم دا چې وسله وال مجاهد ځواکونه باید د دغو پروژو د پلي کېدو مخنیوي وکړی او د وسلې په ژبه ورسره خبرې وکړي، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک حکم پر اساس دې په تدریجي ډول خپل اغیزمن اقدام ترسره کړي چې فرمایلی یې دي:له تاسې نه چې چا کوم بد کار ولیدو نو لومړی یې په لاس منع کړئ، که په لاس مو د منع کولو توان نه درلود نو په وینا سره یې منع کړئ، کنه نو په زړه سره یې منع کړئ یعنې د زړه اړیکې ورسره پرې کړئ، او دا د زړه اړیکې پرې کول تر ټولو د کمزوری ایمان څخه شمیرل کیږي.
ټول اسلام او جهاد ته متعهدو مطبوعاتو او میډیا ته هم بلنه ورکوو، چې د دغه زهرجنو تبلیغاتو، چې د خلقیانو او پرچمیانو د پاتې شونو له خولو د مجاهد ملت په وړاندې شیندل کیږي په خپل وخت کې خوله ماتوونکی ځواب ووايي، خپل مسولیت ادا کړي او د شهیدانو ارواح په قبرونو کې خوشحاله او تازه وساتي.



