د رمضان مبارکې میاشتې تاته د خوښۍ څه نلرو!

۱۳۹۵غبرګولی ۱۴

عاکف مهاجر

رمضان رانژدې شولو خو د افغان مېندو دې الله مل شي

په نوره نړی کې رمضان ته خلک خوښي کوي، خو دلته مورکۍ ژاړي او خپل شهید بچی د روژه ماتې سره په اوښکو یادوي، خوارې مورکۍ ته یې د تېر کال روژه ماتی یادیږي، چې ګرانې مورته به یې دشربت ګیلاس په یو لاس نیولی و او په بل لاس کې به یې ورته خورمانیولې وې، تر هغو به یې خپله روژه ماتی نکولو، چې مورکۍ به یې روژه نه وه ماته کړې مور به یې غوښتل، چې لومړی یې د زړه ټوټه روزه ماته کړي خو د زړه د ټوټې اصرار به مجبوره کړه.

خواره مورکۍ به هغه زوی هم یادوي، چې د زندان تر تورو پنجرو شاته یې تر ګل نازک ځوی د وحشي زندان شپې صبا کوي او دا د رحمتونو میاشت په زندان کې د بې رحمه ظالمانو ترشکنجو لاندې تیروي.

بل خوا بیا پلار یې هم هغه ورک ځوی یادوي، چې دشپې تورو تیارو وزرونه غوړولي و او بدرنګو تور مخو یې په کور باندې غدۍ وروړه او نازولي ځوی ته یې  دشپې په تورو تیارو کې توره خولۍ ور په سر کړه او د کور څراغ یې تل ورته تت کړلو او دا بیوسه کور  یې بې رڼا کړلو، دکور یو روڼ مشال یې ترینه د عمرونو مسافر کړلو او دا دی له کلونو وروسته یې دژوند او مرګ درک نشته.

خو دلته هیڅ څوک هم نه دي په کرار ان ددې وطن ښارونه هم ژاړي، دغه ښارونه له نورې نړۍ نه بیل دي دنورې نړی ښارونه د رمضان په راتللو باندې خپلو خلکو ته ارزان شیان ورکوي، خو دلته بیا نور هم قیمته کیږي او مشتریان یې له اخستلو عاجزه کیږي.

دا ښار ټول مظلوم دی، دلته نه تیږه او نه ونه دظالمانو له ظلمه په امان دي، ددې ښار بوټي د باروتو لوګیو باندې لړلي او سرسبزه نه، بلکې د ایرو رنګ یې اخیستی ده.

دلته تیږې هم دباروتو په لمبو کې تورې شوي دي.

دلته څوک نشته چې اذان وکړي او ددغه ښار خلک یې په اذان روژه ماته کړي، دلته امام شهید دی، دلته جومات شهید دی، دلته منبر شهید دی، دلته اذان شهید دی.

دلته د مؤذن په خوله کې د اذان چیغه خپه ده.

دلته به څوک اذان وکړي؟.

اخ هغه طالب خو هم اوس نشته چې تیر کال به یې دسهاري یا پیشلمي لپاره راجګولو، هغه خو هم د ډرون حمله کې په وینو رنګین ګلګون بشر تر  ربه ج لاړو.

اوس به مو سهاري ته څوک راولاړوي؟.

اخ سږ خو مو هغه امام هم نشته، چې تېر کال یې راته د اختر لمونځ راکړلو، دلته به څوک داختر لمونځ اداکړي.

 دلته به د اختر د مبارکي پرځای یو بل ته دشهید ورور، پلار، تره، د اکا ځوی د شهادت تبریکي وایو.

خو صبر به کوو خدای جل جلاله  دصابرینو ملګری دی.

خامخا په تورو شپو پسې یو روڼ سهار راتلونکی دی او سهار راځي، تل به داشپې نه وي.

 امید دی چې د خوښیو وخت مو نزدې وي. دلته به یو د عدل امام د ظالمانو په مریو د عدل توره  راکاږي او دمظلومانو پر شونډو به دموسکا غوټۍ وسپړیږي.

د  یو روڼ سهار په هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button