هند کې د پولیسو او مظاهرچیانو ترمنځ نښتې، ۲۴ کسان وژلي

کابل ټکی کام ۱۵غبرګولي/۱۳۹۵، هلال خاورې
د هندوستان په شمالي اولترا پردېش ایالت کې د پولیسو او مظاهرچیانو ترمنځ د یوې خونړۍ پېښې له کبله شاوخوا ۲۴ کسان وژل شوي دي.
د اولترا پردېش یو شمېر امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې دغه مظاهره د (سوادهین بهارت سبهاش سینا) نومي سیاسي ګوند پلوو له خوا شوې وه، چې له حکومت څخه یې غوښتنې کولې.
د دغه سیاسي ګوند پلویان له حکومت څخه د نفتو د بیې راټیټولو غوښتنې کوي.
دغې سرچینې ویلي دي، چې پولیسو مظاهرچیانو ته خبردارۍ ورکړ، تر څو مظاهر ختمه کړي، خو مظاهرچیانو د پولیسو خبرداري ته هېڅ توجه ور نه کړه، او خپله مظاهره یې متدومه وساتله، بالاخره پولیسو پرې مداخله وکړه، او د مداخلې سره سم د پولیسو او مظاهرچیانو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
سرچینې زیاته کړه، چې په دغه نښته کې ۲ پولیس او دوه ویشت مظاهرچیان وژل شوي دي.
د اولترا پردیش ایالت لومړي وزیر اکهلیش یادو ویلي دي، چې د دغې نښتې په پایله کې ۲۳ پولیس ټپيان شوي دي.
نوموړي وویل، چې د پېښې مسئولین به د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
د یادولو ده، چې دغه سیاسي ګوند په سیمه کې په یو ملي پارک کې خېمې وهلي، او د نږدې دوو کلونو راهیسې د حکومت پر خلاف مظاهرې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button