د سویلي ولایتونو استازي: د هلمند په سقوط سره به مرکزي حکومت هم سقوط وکړي

کابل ټکی کام ۱۵غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په ولسي جرګه کې د سویلي ولایتونو استازو وویل، چې د هلمند ولایت په سقوط سره به مرکزي حکومت هم سقوط وکړي.
دوی پر حکومت انتقاد وکړ، چې جنوبي ولایتونو ته هېڅ توجه نه کوي، چې له کبله یې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
دوی همدا راز افغان حکومت تورن کړ، چې افغان ځانګړو ځواکونو ته په هلمند کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي، او همدا راز وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د جګړې مصارف یوازې مشخصو ولایتونو ته ځانګړي کړي دي، او تر ګواښ لاندې ولایتونو ته هېڅ توجه نه کوي.
«نږدې یوه اونۍ کیږي، چې له پلازمینې کابل او هرات ولایتونو څخه هلمند ولایت ته تازه دمي کمانډو ځواکونه رسېدلي دي، خو د نا معلومو دلایلو له کبله ورته د عملیاتو اجازه نه ورکول کیږي.»
دوی سخته اندېښنه وښودله، او مرکزي حکومت ته یې خبردارۍ ورکړ، که چېرې جنوبي ولایتونو ته په ځانګړې توګه هلمند ولایت ته پاملرنه ونه شي، ډېری برخې به یې د طالبانو لاسته ولویږي، چې بېرته نیول یې له توان څخه لرې خبر ده.
باید ووایو، د هلمند ولایت د سقوط اندېښنې یو ځل بیا راپیدا شوي دي، د چارواکو په وینا چې ۸۵ سلنه د طالبانو په ولکه کې دی، او پاتې نور یې هم د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
د یادولو ده، چې په مرکزي حکومت کې هرازه نسبت پښتنو ته ډېر واکمن دي، چې په شمالي ولایتونو کې خپلسرې ټاکنې هم کوي، او د جګړې ډېری مصارف پر خپلو ملېشو لګوي، او همدا راز له پوستو څخه یې امنیتي ځواکونه شړلي دي، او خپلې ملېشې یې پکې ځای پر ځای کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button